تازه خبرونه
که ۲۰ کلنې لاسته راوړنې زیان وویني، نړیوال به مرستې ودروي ـ اتمر
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته ویلي، چې که د سولې په بهر کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې زیان وویني او نورې ستونزې رامنځته کړي؛ نړیوال به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.
د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۴) د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې د هغو مالي مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په ژنیو کنفرانس کې له افغانستان سره اعلان شوي.
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د نړۍ ۹۰ هېوادونو له داسې افغانستان څخه ملاتړ وښود، چې د ښځو حقونو او نظام ته په کې زیان ونه رسیږي.
حنیف اتمر څرګنده کړې؛ که افغانان په خپلو کې سوله ونکړي، نړۍ به له افغانستان سره ټولې مرستې به ودروي.
هغه زیاته کړې، چې د نړۍ نوي هېوادونو په افغانستان کې د بیړني اوربند غوښتنه کړې او د جمهوري نظام د پایښت لپاره یې له افغانستان سره د راتلونکیو څلور کلونو لپاره د یارلس میلیارډ ډالرو د مرستې ټټر وهلی دی.
د اتمر د څرګندونو له مخې؛ د دغې مرستې لس میلیارډ ډالر له شرایطو سره تړلي دي.
د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال د ولسي جرګې یادې غونډې ته ویلي، چې له افغانستان سره په راتلونکیو څلور کلونو کې د نړۍ د دیارلس میلیارډ ډالرو مرسته ډېره مهمه ده، چې هر کال به درې اعشاریه درې میلیارډ ډالر له افغانستان سره مرسته کیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ۲۰۲۰ کال مرستې تائید شوي او د درې راتلونکیو کلونو مشروطې دي.
نړیوالو په ژنیو کنفرانس کې له افغانستان سره د څلور راتلونکیو کلونو لپاره مالې مرستې اعلان کړي؛ خو دا مرستې په افغانستان کې د سولې او ثبات سره مشروطې شوي دي.