تازه خبرونه

کورنیو چارو وزارت: برېښنایی تذکرو د وېش له پاره د ولسمشر امر ته انتظار يو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزیر وایي، که څه هم په دې برخه کې قانون تصویب شوی او چمتووالی شته خو لا تر اوسه ولسمشر د دغه بهیر د پیل امر نه دی کړی.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې ځینې غړي وایي، حکومت باید د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر ژر پیل کړي.

له میاشتو میاشتو را په دې خوا خلک د برېښنایي تذکرو وېش ته انتظار باسي. که څه دغې برخه کې قانون هم نافذ شوی او حتی دا چې وزیرانو شورا د دغه بهیر د آزمایښتي پیل له پاره هم یوه نېټه وټاکله خو ولسمشر تر اوسه د تذکرو د وېش امر نه دی کړی.

کوم قانون چې د برېښنایی پېژندپاڼو صدور او وېش په ګوته کوي، د ملي شورا له فېلتر څخه تېر او ولسمشر هم توشیح کړی چې په رسمي جریده کې هم چاپ شوی. د دې قانون له مخې، په تذکرو کې ملت نه لیکل کېږي او ښایي همدا چاره د جنجال لامل شوې وي.

د برېښنایي تذکرو په وېش زیاتې پیسې لګښت کېږي چې د ورکړې له پاره یې نړیوالې ټولنې ټټر وهلی دی. د دغو مرستو یوه برخه له دې امله چې پروسه نه ده پیل شوې، ځنډېدلې ده.

Trending

Exit mobile version