تازه خبرونه

کورنیو چارو وزارت د خبري څانګو چارواکي وګواښل

Published

on

کورنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ / د غویی ۲۱ / د خبري څانګو چارواکو ته امر کړی؛ هغه کسان له دندو لرې کړي، چې د امنیتي ځواکونو پروړاندې تبلیغات کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې یو شمېر افراد د خبریالانو تر نامه لاندې د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو پروړاندې منفي تبلیغات کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین زیاته کړې؛ په دې وروستیو کې لیدل شوي، چې یو شمېر تروریستان د خبریال تر نامه لاندې له خبري څانګو سره یو ځای شوي او د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې تبلیغاتي هڅې ترسره کوي.  

نوموړي په ډاګه کړې؛ د واټساپ او نورو خبري څانګو (مدیرانو) ته خبر ورکول کیږي، چې خپلې خبري څانګې له مشکوکو، بې هویته، ترهګرو او د خلکو له وژونکیو څخه پاک کړي.

آرین زیاته کړې، چې استخباراتي او عملیاتي کارکوونکي په دې برخه کې کار کوي او د سرغړونو په صورت کې به مسوولین ځواب ویونکي وي.

Trending

Exit mobile version