تازه خبرونه
کورنیو چارو وزارت د طالب قومندان ملافیروز له وژنې خبر ورکوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې په غزني ولایت کې د ترهګرو یو قومندان ملا فیروز وژل شوی دی.
دغه وزارت په ډاګه کړې، چې د ترهګرو دغه قومندان په کندوز ولایت کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه رهبري کوله.
سرچینې په ډاګه کړې، چې قومندان فیروز د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یو کمین کې له خپلو ۵ نورو ملګرو سره وژل شوی، چې د درې کسو مړي یې امنیتي پولیسو تر لاسه کړي دي.
ویل کیږي، چې په دې کمین کې ۹ نور ترهګر ټپیان شوي دي.