تازه خبرونه
کورنیو چارو وزارت ملي پولیسو ته د نوي یونیفورم وېش پیل کړ
د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ په لومړي ګام کې د کابل او کندهار ولایتونو د اسلامي امارت ۲۰ زره سرتېرو ته د نوي یونیفورم د وېش لړۍ پیل او په نږدې راتلونکي کې به ۱۰۰ زره ته پورته شي.
په کابل کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته نږدې یو کال وروسته پولیسو ته ځانګړی یونیفورم وټاکل شو. له دې مخکې د اسلامي امارت پولیس سرتېرو ځانګړی یونیفورم نه لاره، چې د هېوادوالو نیوکې او اندېښنې يې راوپارولې او دا وېره ورسره رامنځته شوه، چې له یونیفورم پرته د اسلامي امارت د سرتېرو له نوم څخه ناوړه استفاده ونشي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال نورجلال جیلاني ویلي؛ که نور کسان د پولیسو له نوي یونیفورم څخه ناوړه کار واخلي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د دوی په خبره، دا مهال ۵۰ زره پولیسو لنډ مهالې حرفوي زدکړې کړي او د امنیت په ټينګولو کې ډاډمنې هڅې ترسره کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي؛ په لومړي ګام کې به د کابل او کندهار ولایتونو شل زره پولیس په دې یونیفورم سمبال شي او بیا به دا بهیر ټول هېواد ته وغزول شي.
هېوادوال تمه لري، چې مسلکي پولیس پر دندو وګومارل شي.
د کورنیو چارو وزارت د دفتر مشر زین الله عابر ويلي، چې تر اوسه پنځوس زره پولیسو ته لنډ مهالې حرفوي زدکړې ورکړ شوې دي.
یونیفورم د امنیتي ځواکونو لپاره ډېر اړین ګنل کیږي. که نه؛ نو دا به د خلکو لپاره ستونزمنه وي، چې د نامسووله وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ توپیر وکړي.
د پولیسو یونیفورم د وېش لړۍ په داسې حال کې پیلیږي، چې د ملي اردو او کشفي ځواکونو یونیفورم اوس هم ندی ټاکل شوی.