تازه خبرونه
کورنیو چارو وزارت: نړیواله ټولنه دې په خپلو ژمنو ودریږي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغان امنیتي بنسټونو سره په کړیو ژمنو ټینګ ودریږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي چې افغان ځواکونه اوس هم د جوړښت په حال کې او د ناټو او نړیوالې ټولنې همکاري به د دغو ځواکونو بریا ته لار هواره کړي.
نوموړی وايي، دوه زره څوارلسم کال پای ته نږدې شوی او د همدې کال په پای کې به افغان ځواکونه په یوازې سر د هیواد امنیتي چارو سمبالولو ته اوږه ورکوي.
د صديقي په خبره، په تېرو ۱۳ کلونو کې د وسلوالو طالبانو او سخت دریځو سره په مقابله کې، افغان پوځ ته نږدې ۱۴۰ زره بهرنیو سرتېرو لاس ورکړی و.
اوس چې افغان پوځ د هېواد امنیتي مسولیت اخیستو ته ځان چمتو کوي، د کورنیو چارو وزارت مسوولین په نړیواله ټولنه غږ کوي چې له افغان پوځ سره د همکاریو په هکله په خپلو ژمنو کلکه ودریږي.
صدیقي زیاتوي، دوه زره څوارلسم میلادي کال چې په پای ته رسیدو دی، د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو ستونزمن کال بلل کیږي؛ ځکه د کابل واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون سره سم، د روان کال تر پایه د نړیوالو ځواکونو پوځي ماموریت پای ته رسي او مشورتي بڼه خپلوي.