تازه خبرونه
کورنیو چارو وزارت په خپَلو عملیاتو کې د ۲۹ وسلوالو له وژل کیدو خبر ورکوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
کورنیو چارو وزارت د افغانستان د څو ولایتونو په بېلابېلو عملیاتو کې د نهه ویشت وسلوالو له وژل کیدو خبر ورکوي.
د دې وزارت له خوا په یوه خبرپاڼهکې ویل شوي، چې:
دا عملیات د کابل؛ کندهار، هلمند، زابل، روزگان، هرات، فراه او سرپل ولایتونو په اړوند سیمو کې پولیسو د ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو په همکارۍ ترسره کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې شپاړس وسلوال ټپیان او درې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د دې عملیاتو موخه په دې ولایتونو کې د امنیت ټینگول او له وسلوالو مخالفینو څخه د دي سیمو پاکول ښودلي دي.