تازه خبرونه

کورنیو چارو وزیر د خلکو د شخصي او ټولنیز امنیت پر ډاډمنولو ټینګار څرګند کړ

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په ​​دې غونډه کې ټینګار شوی، چې د پولیسو ځواکونه، د خلکو د رښتیني خدمتګارانو په توګه باید د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره شپه او ورځ کار وکړي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۰, ۱۴۰۴

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د وزارت د مشرتابه په غونډه کې د خلکو د شخصي او ټولنیز امنیت پر ډاډمنولو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په ​​دې غونډه کې ټینګار شوی، چې د پولیسو ځواکونه، د خلکو د رښتیني خدمتګارانو په توګه باید د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره شپه او ورځ کار وکړي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو مرستیالانو، رییسانو او چارواکو ګډون کړی و او خپل کاري راپورونه یې وړاندې کړل.

Trending

Exit mobile version