تازه خبرونه

کورنیو چارو وزارت د ښار پاکیدو مخه نیولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ماشومه له ډېرانونو ورځنی حرڅ پیدا کوي

د کابل د تنظیف ریاست مسوولین وايي، چې کورنیو چارو وزارت د ښار پاکیدو مخه نیولې ده.

د کابل ښار چټلیو او ډېرانونو د ښار ښکلا ته زیان اړولی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي؛ په لښتیو کې کثافات پراته دي او کثافت دانۍ نه تر سترګو کیږي.

د کابل ښار د تنظیف رییس احمد بهزاد غیاثي وايي، چې کورنیو چارو وزارت په ځينو سیمو کې د کثافت دانیو د ایښودو مخه نیولې.

د نوموړي په وینا؛ د تنظیف ریاست په انګړ کې ګڼ شمېر کثافت دانۍ انبار شوي؛ خو  په ښار کې د ایښودو واک یې نه لري.

د کورنیو چارو وزارت هم دا ستونزه مني؛ خو وايي، چې د تنظیف ریاست باید له کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د ښار د پاکولو پلان تنظیم کړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي؛ د تنظیف ریاست هم په یوازې سر نه شي کولی، چې ښار پاک وساتي، خکه زیاتره خلک هم د ښاري ژوند اصولو ته پام نه کوي.

نوموړی زیاتوي؛ د امنیتيې تدابیرو له کبله اړ دي، چې دا کار وکړي.

کابل ښاریان بیا وايي، چې د هوا له تودیدو سره د کثافاتو ډېرانونه زیات شوي؛ ښار او کوڅې بویونو په سر اخیستی دی.

اسلام پاکوالي او نظافت ته ځانګړی ارزښت ورکوي او هغه څوک، چې له لارې څخه یو اغزی هم لیرې کړي د ده په ثوابونو کې حسابیږي.

Trending

Exit mobile version