تازه خبرونه

کورنیو چارو وزارت له ساختماني شرکتونو څخه میلیاردونه افغانۍ پوروړی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت له شاوخوا ۲۰۰ ساختماني شرکتونوڅخه لږ تر لږه لس میلیارد افغانۍ پوروړی دی.

د ساختماني نورین ټولني د شرکتونو رییس داوود طوطا خېل د یو خبري ناستې پرمهال وویل، چې په هلمند، کندوز، کابل، بغلان او د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کي مو یو لړ پروژې پلې کړې دي.

هغه زیاتوي، چې د کورنیو چارو وزارت پروژې مو په ناامنو سیمو کې پلي کړي. ان د دغو پروژو د عملي کوله پرمهال مو یو شمېر همکاران هم د مخالفینو له خوا وژل شوي دي.

نوموړي څرګنده کړې، چې کورنیو چارو وزارت له ۱۳۹۳ کال راهیسي نږدي لس میلیارد افغانۍ پوروړی دی.

هغه په بشپړ ټینګار څرګنده کړې؛ یاد وزارت نه حاضریږي، چې د پور ورکړي.

د طوطا خېل په وینا؛ مونږ ټولو بنسټونو ته خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده؛ خو غږ مو نه دی اوریدل شوی. مونږ د ملي وحدت حکومت له رهبرۍ غواړو، چې ستونزه مو حل کړي کنه لاریونو نه به پیل کړو.

د سوداګرۍ او صنایعو خو نې مسوولین هم وايي، چې د کورنیو چارو وزارت په ګډون په ډېرو دولتي بنسټونو کي د فساد له کبله پا نګوال اړ شوي، چې له هېواده خپله پانګه و باسې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د ملي وحدت حکومت باید د کورنیو پانګوالو ملاتړ وکړي، چې په هېواد کې د کار د رامنځته کولو او پانګوني د پراختیا لامل شي.

ښاغلي الکوزی زیاتوي، د ملي شورا ځیني غړي په دولتي او خصو صی پروژو کي ونډې غواړي که ورته ورنکړ شي د پا نګوني په وړانډي ستونزي رامنځته کوي.

د هغه په وینا؛ د ملي شورا ځیني غړي او تر څنګ یې په نظام کي ځیني کړۍ شته، چې د پانګوڼي په وړاندې ستونزي رامنځته کوي.

هغه دا هم په ډاګه کړې؛ حکومت نه غواړو، چې له پانګوالو ملاتړ وکړي.

دا، چي کورنیو چارو وزارت په کوم  د لیل د دغو شاوخوا دوه سوه شرکتونو پیسې نه ورکوي؛ کورنیو چارو وزارت یې په اړه تر دې دمه  څه نه دي ویلي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version