تازه خبرونه

کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د پراخوعملیاتو له پلان برابرولو خبرورکړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ(د لړم ۲۱) د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسوولین د وروستیو ناامنیو په تړاو استجواب کړي وه.

د مشرانو جرګې غړیو د ناامنیو پر دوام اندېښنه وښوده او څرګنده شوې، چې باید د جګړې تګلاره باید بدلون وکړي.

د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمیسیون رییس محمد هاشم الکوزي ویلي، چې په هېواد کې حالات ډېر خراب دي؛ په ۲۲ ولایتونو کې جګړه روانه ده او اووه نور ولایتونه د پراخې جګړې شاهدان دي؛ نو د ژمي له راتګ سره سم باید د مخالفینو تر کنترول لاندې سیمې پاکې شي.          

د مشرانو جرګې منشي فیصل سمیع وایي، بغلان د هغه ولایت په توګه، چې نور نهه ولایتونه ور سره تړل شوي باید امنیت ته یې پاملرنه وشي؛ ځکه، چې ګاونډ ولایتونه یې تر ګواښ لاندې دي.

لوی درستیز وایی، د افغان ځواکونو تلفات کم شوي او ترهګرو ډلو ته زیات تلفات اوښتي دي.            

د هېواد لوی درستیز شریف یفتلي وایي، د سږ کال په ژمي کې د ترهګرو په وړاندې د پراخو عملیاتو پلان برابر شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ ملي دفاع وزارت په ژمي کې د درې موخو پلي کول غواړي، چې یو یې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې د ژمي عملیات دي، دوه یم یې د دغو ډلو د قومندانانو په اړه دی، چې وکولی شو ناامني راکمه کړو او درېیم باید نیول شوې سیمې پاکې او امنیت یې خوندي شي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد وایي؛ په تېرو اووه میاشتو کې ترهګرو هڅه کړې، چې  سیمې لاندې کړي، خو دې موخې ته نه دي رسیدلي.

د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي، چې ناامنیو خلک ستړي کړي او حکومت مکلف دی، چې د امنیت د تامین لپاره ثابت ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي یوې خبري ناستې ته وویل: د شمال امنیتي وضعې د ښه والي لپاره د حکومت پلان له ناټو سره شریک شوی دی.

خبریال: رفیع صدیقی

Trending

Exit mobile version