تازه خبرونه
کورنیو چارو وزارت څوارلس ولایتونو او دوه زونونو ته نوي قومندانان وروپېژندل
د کورنیو چارو وزارت د تازه پرېکړې له مخې؛ څوارلس ولایتونو او دوه زونونو ته نوي قومندانان، چې د آزادو سیالیو له لارې غوره شوي او تر۵ میاشتو به په آزمایښتي توګه کار وکړي وروپېژندل شول.
کورنيو چارو وزارت په یوه حکم کې ولسمشر ته د امنيه قومندانانو د تغيير او تبديل وړانديز کړى و، چې د ولسمشر له خوا منظور شوی دی.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د دغو قومندانانو د معرفي کولو په مراسمو کې له دوی وغوښتل، چې له فساد سره په مبارزه کې جدي ګامونه پورته کړي.
د دغه غوراوي له مخې؛ پاسوال خلیل الله د ۳۰۳ زون قومندان، مل پاسوال رازمحمد د ۸۰۸ زون قومندان، پاسوال عبدالباقي نورستانی د کندوز د پولیسو قومندان، پاسوال امین الله امرخېل د هرات د پولیسو قومندان، مل پاسوال عبدالرحمن اقتاش د تخار د پولیسو قومندان، مل پاسوال اختر محمد نوروزی د خوست د پولیسو قومندان، پاسوال نبي جان ملاخېل د فاریاب د پولیسو قومندان، پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د سرپل د پولیسو قومندان، سمونوال محمد ابدالي د لوګر د پولیسو قومندان، سمونوال عبدالروف ارزگانی د لغمان د پولیسو قومندان، سمونوال فرید مشعل د غزني د پولیسو قومندان، سمونوال سید عباس سادات د نورستان د پولیسو قومندان، مل پاسوال محمد صابر د بدخشان د پولیسو قومندان، پاسوال غلام سخي غفوري د دایکندي د پولیسو قومندان، احمد فهیم قایم د بادغیس د پولیسو قومندان او پاسوال حقنوازحقیار د کونړ د پولیسو قومندان پر تازه دندو ګمارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له تازه ګمارل شویو مسوولینو یو لړ غوښتنې هم کیږي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي؛ له تاسو قومندانانو غواړم، چې د فساد پر وړاندې نه ستړې کیړدونکې مبارزه وکړئ؛ ځکه میلیونونه دالر د خیالي پولیسو له پوستو ځار شوي دي.
د خیالي پولیسو موجودیت یوه اندېښنه ده، چې تر اوسه نه ده حل شوې.
د کورنیو چارو وزارت اداري معین امین الله کریم وایي: په امنیه قومندانیو کې د بې تعلیمه پولیسو تر نوم لاندې شپاړس زره پولیس شته، چې ډیري یې خیالي دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین مراد علي مراد وایي، د افغانستان دښمنانو ته ښیو، چې د جګړې په ډګر کې به د سرتېرو او خلکو اړیکې بشپړې نوې شي.
دغه قومندانان په داسې حال کې ګمارل کیږي، چې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی دی.
خبریاله لیدا نیازۍ