تازه خبرونه

کورنیو چارو وزیر د کابل پولیسو مرستیال پر بې کفایتۍ تورن کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت په کابل کې د اختر د لومړۍ ورځې د توغندیزو بریدونو په تړاو د امنیتي حوزو لوړپوړي مامورین، د کشف او استخباراتو مسوولین یوې امنیتي ناستې ته وبلل؛ خو دغه ناسته د وزیر او د کابل پولیسو قومندانۍ د مرستیال تر منځ پر لفظي شخړه واوښته او نوموړی پر بې کفایتۍ تورن شو.

هر لوری د خپل بام واوره د بل پر بام اچوي؛ کورنیو چارو وزیر د کابل پولیسو قومنداني پر بې کفایتۍ تورنوي؛ خو د کابل پولیسو قومندانۍ مرستیال بیا د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه پلاوی پر بې کفایتي تورن کړ.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک څرګنده کړې: تاسې کوم یو پر هماغه شپه له اړوند سیمو فزیکي کتنه کړې، چې د ارګ سیمه هم په کې ده؛ مه وایئ تاسې وایئ، چې پرسونل لرئ.        

د کابل پولیسو د قومندانۍ مرستیال صادق مرادي ویلي، چې مونږ په ځلونو ستاسو(وزیر صاحب) یاور او مرستیال ته زنګ وهلی؛ اړ شو، چې لودین ته ولاړ شو. په کورنیو چارو وزارت کې مو چا غږ وانوریده؛ ځکه مونږ د خپلې رهبرۍ په سطحه کې ستونزې لرو.         

کورنیو چارو وزیر د ناستې په پای کې وظیفوي غفلت او عوام فریبي دوه داغه بولي، چې ځینې مسوولین یې مني.

کورنیو چارو وزارت د کابل پولیسو قومندانۍ، د لومړۍ حوزې امنیتي او کشفي مسوولینو ته لس ورځې وخت ورکړ، چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي؛ چې څرنګه بریدګر د ولسمشرۍ ماڼۍ تر څو مترۍ رارسیدلي دي.

د لومړۍ امنیتي حوزې آمر رحیم غرنی وایي، مونږ خجالته یو او خپله کمزوري منو. هره قانوني پرېکړه، چې کورنیو چارو وزارت او حکومت کوي؛ هغه منو.             

کورنیو چارو وزیر وایي، چې جګړه؛ ځکه پیچلې ده، چې د سیمې او نړۍ استخبارات په کې ښکېل دي او د اختر په تېرو درې ورځو کې د حکومت د مشروط اوربند پر مهال طالبانو په ځینو سیمو کې پوځي تحرکات درلودل، چې امنیتي ځواکونو یې ځواب ورکړی دی.

خبریاله: سمیرا ظفري 

Trending

Exit mobile version