بلخ @ps

کورنیو چارو وزارت د کندوز ښار په څنډو کې له عملیاتو خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

که څه هم د کندوز د قلعه ذال ولسوالي اوس هم له وسلوالو طالبانو سره ده؛ خو د کورنیو چار وزارت وايي، چې  د بېرته نیولو لپاره یې تیاري نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېره یوه ورځ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په جګړو کې پنځوس وسلوال وژل شوي او دېرش ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وايي، چې وسلوالو مخالفینو مرګ و ژوبله اړول شوې او افغان ځواکونه کوښښ کوي، چې ولسوالي بېرته ونیسي.  

کندوز، چې له دوه کلونو راهیسې سختې جګړې په کې روانې دي؛ د دغه ولایت مرکز له دوه څله سقوط وروسته اوس هم د دغه ولایت د قلعه ذال ولسوالي د طالبانو لاس ته لویدلې ده.

د هوا په تودیدو د هېواد په ګڼو سمیو کې جګړو زور اخیستی او هېوادوال یې اندېښمن کړي او له دولت څخه د امنیت او ثبات غوښتنه کوي.

 

Trending

Exit mobile version