تازه خبرونه

کورونا وبا کیدی شي په دوه کلونو کې له منځه ولاړه شي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۳۹۹)

د روغتیا نړیوال روغتیا سازمان مشرتیدروس ادهانوم غیبریوسوس د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ تمه ده، چې په دوه کلونو کې به نړۍ له کورونا ناروغۍ خلاصه شي.

 د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر دا ډاډ هم څرګند کړی، چې نړۍ اوس له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره غوره تکنالوژي لري.

تیدروس رویترز ته ویلي؛ نږدې کیدنه د ویروس له خپریدا سره مرسته کوي او ورسره ژر خپریږي، ځکه مونږ ډېر په اړیکو کې یو.

هغه زیاته کړې، چې مونږ د نړیوال کیدو او نږدې اړیکو د پېښو له کبله د رامنځته کیدو له زیان سره مخ یو؛ خو پرځای یې له غوره تکنالوۍ برخمن یو.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ هیله من یو، چې دا ناروغي له دوه کلونو څخه په کمه موده کې پای ته ورسیږي. د ۱۹۱۸ کال هسپانوي تبه د دوه کلونو په اوږدو کې ورکه شوه.

په هر حال هغه یادونه کړې، چې د کرونا واکسین د پراختیا لپاره پر نړیوالو هڅو تمرکز ته اړتیا لري.

هغه دغه راز ویلي؛ اوس اړینه ده، چې مونږ شته وسیلې وکاروو او هیله من یو، چې واکسین به یې هم ډېر ژر د لاسرسي وړ شي.

دی ټینګار کوي، چې یوازې واکسین هم نشي کولی دغه ناروغي پای ته ورسوي؛ اړتیا ده، چې خلک خپل ورځني ژوند ور سره تنظیم کړي.

تر همدې شنبې پورې له کووید – ۱۹ څخه لږ تر لږه ۲۳ میلیون پېښې او ترې د ۸۰۰۰۰۰ کسانو د مړینې راپور ورکړ شوی دی.

د دغو ناروغیو په معاصر تاریخ کې ترټولو وژونکې ناروغي د هسپانیا تبه ده، چې د ۱۹۱۸ زېږدیز کال له فبرورۍ څخه د ۱۹۲۰ کال تر اپریله یې شاوخوا ۵۰۰ میلیون خلک ځپلي او ۵۰ میلیونه انسانان یې وژلي دي.

Trending

Exit mobile version