بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۲۱۵ نوې مثبتې پېښې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۳۹۹)
Getty Images
د روغتیا وزارت د مرستیال وحید مجروح په خبره، دې سره افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۳۷۷۸ ته ورسېد:

د افغانستان روغتیا وزارت د جمعې په ورځ( د مې ۸) وویل، تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۷۱۴ پېښې معاینه کړې چې ۲۱۵ پکې مثبتې دي.

د روغتیا وزارت د مرستیال وحید مجروح په خبره، دې سره افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۳۷۷۸ ته ورسېد.

نوموړی وايي، تازه پېښو کې ۵۷ هرات، ۵۰ کابل، ۳۱ بلخ، ۱۷ کندهار، ۱۱، جوزجان، ۹ پکتیا، ۸ غور، ۷ کونړ، ۶ لوګر، ۵ ننګرهار، ۴ فاریاب، ۳-۳ په پکتیکا او زابل او دوه دوه پېښې په لغمان او خوست کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح رسنیو ته غږیز پیغام کې ویلي، چې تېرو ۲۴ ګړیو کې له کورونا درې کسان مړه شوي چې ور سره دې برخه کې د ټولو مړو شمېر ۱۰۹ ته ورسېد.

نوموړی دا هم وایي، چې په ورته مهال له کوویډ-۱۹ ناروغۍ څلور کسان رغېدلي او ور سره له دې ناروغۍ د رغېدلو شمېر ۴۲۷ ته ورسېد.

افغانستان کې کورونا وېروس د تېرې فرورۍ میاشتې په ۲۴ نېټه له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې تایید شوه او لامل یې هم له ایران ستانه شوي افغانان وبلل شول.

د وخت تېرېدو سره دا ناروغي د افغانستان مختلفو ولایتونو ته ورسېده او وروستي پاتې ولایت نورستان کې هم د مۍ پر ۶ په دې وېروس د لومړني کس اخته کېدل ثبت شول.

د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز تر ټولو لوړپوړی افغان چارواکی دی چې پرون یې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته کېدل تایید شول.

د دې وزارت ویاند وحید مایار بي بي سي ته وویل، ښاغلي فېروز له تېرو څو ورځو راهیسې علایم درلودل، او پنجشنبه یې د ټېسټ پایله مثبته راووتله.

ښاغلي مایار همدا راز زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزیر دا مهال په خپل کور کې قرنطین دی، خو روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د جون تر دویمې اونۍ به افغانستان کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې مخ په بره روانې وي او له هغه وروسته به په ځوړ شي.

Trending

Exit mobile version