بی بی سی پښتو

‘کورونا وېروس افغانستان د خوراکي توکو له کړکېچ سره مخ کړی’

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۳۹۹)
AFP
د خوړو دغه نړیوال سازمان وايي، دوی د کورونا وېروس له خپرېدا وړاندې د ۲۰۱۹ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له افغانستان سره خپلې مرستې پیل کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) ویلي چې د کورونا وېروس د پراختیا او د همدغه وېروس له امله د رامنځته شوي وضعیت په اړه چې د لوږې او بې وزلۍ کچه یې لوړه کړې، اندېښنه لري. په افغانستان کې د دغه ادارې ویاند وايي چې کورونا وېروس افغانستان د خوراکي توکو له کړکېچ سره مخ کړی دی.

په دغه هېواد کې د خوړو نړیوال پروګرام ادارې له مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو غوښتي چې له افغانستان سره بېړنۍ مرستې وکړي چې له لا بد وضعیت وژغورل شي. د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي هم وايي چې د کورونا وېروس له امله یې ژوند سخت شوی.

د خوړو دغه نړیوال سازمان وايي، دوی د کورونا وېروس له خپرېدا وړاندې د ۲۰۱۹ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې له افغانستان سره خپلې مرستې پیل کړې دي.

ددغې ادارې ویاند وحید اماني وايي، د سږ کال د کرنیزو محصولاتو ترلاسه کولو تر وخته چې معمولاً په اوړي کې پیلېږي، دوام وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې له اوو میلیونو ډېرو اړمنو افغاناو سره مرستې وکړي، خو وايي تر اوسه یې په ښاري سیمو کې تر یو میلیون ډېرو وګړو ته د خوراکي توکو په پلمه مرستې کړې دي.

ددغې ادارې ویاند وايي، که د کورونا وېروس خپرېدل دوام ومومي، زموږ اندېښنه دا ده چې لا ډېر افغانان به خوراکي توکو ته اړ شي.

دی وايي، که څه هم په افغانستان کې له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی پلان نه لري، خو چمتو دي د افغان حکومت د کورونا ضد مبارزه پیاوړې کړي.

افغان حکومت په‌ځینو سیمو کې غنم وېشلي او په لویو ښارونو کې یې هر کس ته په شپه او ورځ کې د درېیو وچو ډوډویو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

بې وزلي او بې‌کاري

مخکې د افغانستان د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی و، که په دې هېواد کې د کورونا وېروس پراخېدل دوام وکړي، نو د بې وزلۍ کچه به تر ۶۸ سلنې لوړه او د بې کارۍ کچه به له ۲۴ سلنې تر ۴۰ سلنې پورته شي.

ددغه وزارت ویاند یونس سالک بي بي سي ته ویلي وو، حکومت ددې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شوی دی.

بي بي سي په وروستۍ اونۍ کې له بدخشان ولایته رپوټونه خپاره کړل،‌ چې ویل کېږي په ځینو سیمو کې خلک ان د وښو خوړلو ته اړ شوي دي.

د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، د کورونا وېروس د پراخېدو له امله د ژوند بېلابېلې سختۍ ګالي، د توکو بیې لوړې شوې او خلک یې له کمښت سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د کورونا وېروس د پراختیا د مخنیوي په موخه حکومت پر تګ – راتګ محدودیتونه لګولي او د نا اړینو توکو هټۍ او ځایونه یې هم تړلي دي.

په دې ناروغۍ تر اوسه په افغانستان کې په دې ناروغۍ نژدې ۳۸۰۰ کسان اخته شوي او ۱۰۹ تنه یې وژلي دي.

Trending

Exit mobile version