بی بی سی پښتو

کورونا وېروس د افغان سوداګرو مېرمنو کاروبار ۶۰ سلنه درولی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۲, ۱۳۹۹)
BBC
په تېرو کلونو کې په مزار کې ډېرو مېرمنو د سواګرۍ واړه کارونه پیل کړي وو خو د دغو مېرمنو ډېرو لږو یې له کمزوري بازار او امنیتي ګواښونو سره مقاومت کړی.

په بلخ کې د مېرمنو سوداګرۍ خونه وايي، په تېرو درېو میاشتو کې په مزار شریف ښار کې د سوداګرو مېرمنو ۶۰ سلنه کاروبار د کورونا وېروس او محدودیتونو له امله درېدلی.

ځینې دغه مېرمنې په وخت بازار ته د خپلو توکو په استولو او د اخیستو پورونو په خلاصولو نه دي بریالۍ شوې.

بلخوا په مزار کې ځينو سوداګرو مېرمنو محدودیتونه په کاري فرصت بدل کړي او د قرنطین په ورځو کې یې هم نوي کارګر په کار ګمارلي.

په مزار شریف کې زموږ همکار نجیب الله پاڅون دوو هغو کارخونو ته ورغلی چې د قرنطین په ورځو کې يې له روغتیايي پاملرونو سره هره ورځ زرګونه ماسکونه او د خوندیتوب کالي ګنډلي او هم یې خوراکي توکي تولید کړي.

له دې کارخونو یوه هغه ده چې د مزارشریف شریف ښار سویل کې موقعیت لري او نږدې نږدې ۱۰۰ مېرمنې او ځوانان په کې په کالیو ګنډلو بوخت دي.

BBC
په بلخ کې د مېرمنو سوداګرۍ خونې د ټولنیزو پاڼو له لارې یو نوی پروګرام پیل کړی چې سوداګرې مېرمنې په اسانه وکړی شي د خپلو توکو خرڅلاو لپاره ډېر اخیستونکي پیدا کړي.

په تېرو درېو میاشتو کې په مزارشریف کې د کالیو خرڅولو پلورنځي تړل شوي وو او دغې کارخونې د کالیو اخیستو لپاره فرمایشونه نه درلودل.

خو مېرمنو د دغې کارخونې ور نه دی تړلی او د کورونا وېروس د خپرېدو له ویرې سره سره یې د ماسک او خوندي کوونکو جامو پر جوړولو کار کړی.

بهشته عطايي چې په دغه کارخونه کې په خیاطۍ بوخته ده وايي:

“کله چې د کورونا شرایط درې میاشتې مخکې منځ ته راغلل او موږ له دې کارخونې څخه خبر شو نو له نورو مېرمنو سره یوځای دلته راغلو تر څو خپلو خلکو ته ماسکونه تولید کړو او تر څنګ یې د خپلې کورنۍ اقتصاد لپاره هم مرسته وکړای شو.”

اوس دغه کارخونه د نوې تجربې له مخې په انلاین ډول خپل فرمایشونه هم اخلي.

لسګونه مېرمنې چې ماسکونه یې تړلي د کالیو په ګڼدلو بوختې دي، تر څو د لوی اختر مخې ته خپل تولید کړي کالي چمتو کړي.

BBC
په بلخ کې د مېرمنو سوداګرۍ خونه وايي په دې ولایت کې کورونا وېروس د سوداګرو مېرمنو ۶۰ سلنه کاروبار درولی.

د کارخونې مسوولې شګوفه نظري وايي:

“د کورونا وېروس د خپرېدو سره سم موږ په ماسک او خوندیتوب کالیو جوړولو هم پیل وکړ د ورځې لخوا به مو نږدې له شلو تر پنځه ویشت زرو ماسکونه تولیدول کله چې قرنطین پای ته ورسېد اوس مو بېرته پخوانی کار چې کالي، کورتۍ، پلطون ګڼډلو دي پیل کړ.”

ریحانه رابع له دوه نورو نجونو سره د مزارشریف ختیځ لوري کې د وړو پورونو په اخیستو یې یو رستورانت جوړ کړی. هغه وايي د رستورانت له پرانیستې سره سم دغه ښار قرنطین شو چې له امله یې د دوی کاروبار زیان ولیده او د پور ورکولو وس یې هم نه درلود.

نوموړې وايي د قرنطین د ماتېدو سره سم بېرته رستورانت پرانیستي خو د پخوا په څېر مشتریان نه لري.

په بلخ کې د مېرمنو سوداګرۍ ساحوي خونې مسووله فریبا اکبریار وايي ځنې سوداګرې مېرمنې د قرنطین په ورځو کې د خپلو توکو په خرڅولو او د اخیستل شوو پورونو په ورکړه نه دي بریالۍ شوې.

BBC
په تېرو درېو میاشتو کې په مزارشریف کې د کالیو خرڅولو پلورنځي تړل شوي وو او دغې کارخونې د کالیو اخیستو لپاره فرمایشونه نه درلودل.

په بلخ کې د مېرمنو سوداګرۍ خونې د ټولنیزو پاڼو له لارې یو نوی پروګرام پیل کړی چې سوداګرې مېرمنې په اسانه وکړی شي د خپلو توکو خرڅلاو لپاره ډېر اخیستونکي پیدا کړي.

په بلخ کې د مېرمنو سوداګرۍ ساحوي خونې مسووله فریبا اکبر یار وايي:

“شلو مېرمنو د انلاین او مارکېټینګ روزنه ليدلې چې څنګه وکړای شي په هغه وخت کې چې بازارونه بند اوسي دوی د ټولنیزو پاڼو له لارې خپل اخیستونکي جذب کړي.”

په تېرو کلونو کې په مزار کې ډېرو مېرمنو د سواګرۍ واړه کارونه پیل کړي وو خو د دغو مېرمنو ډېرو لږو یې له کمزوري بازار او امنیتي ګواښونو سره مقاومت کړی.

Trending

Exit mobile version