بی بی سی پښتو

کورونا وېروس پاکستاني جنسي کاروباریانو ته څه ورپېښ کړي؟

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)
BBC
  • کریم الاسلام
  • بي بي سي اردو ډاټ کام، کراچۍ

خپلمنځي ټولنیز واټن وساته او چا ته مه ورنژدې کېږه. بهر چې وځې، مخ ماسک اچوله او شېبه په شېبه پر لاسونو مېکروب ضد مایع وهه…

د نورو خلکو غوندې د کورونا وېروس له خپرېدو سره د عاشي او شهزادۍ په څېر جنسي کاروباریانو هم دا مشورې په لسګونو ځلې اورېدلې دي. توپير یوازې دا دی چې نور خلک خو به تر خپله وسه پر دغو سپارښتنو د عمل کولو هڅه وکړي، خو دوی يې نشي کولی؛ ځکه چې کار روزګار یې دغسې دی.

په دې رپوټ کې د پاکستان د دوو لویو ښارونو لاهور او کراچۍ د دوو جنسي کاروباریانو کیسه لولئ چې نن سبا یې کار څنګه روان دی. د دوی پېژندګلوي پټه ساتل شوې او پر ځای يې عاشي او شهزادۍ نومونه کارول شوي دي.

موږ له دوی پوښتنه وکړه چې څنګه يې جنسي کاروبار یا د پېسو په بدل کې د جنسي اړیکې ټينګولو ته مخه کړه او کورونا وېروس د دوی ژوند څومره اغېزمن کړی دی؟

د لاهور اوسېدوونکې عاشي کیسه

زه په لاهور کې اوسم. د پيسو په بدل کې مې له خلکو سره د جنسي اړيکو ټيڼګولو کار ته څلور پنځه کاله پخوا رامخه کړه. په اصل کې ما یو چا پورې زړه تړلی و، له هغه وروسته مې دا کار پيل کړ. هغه مې انډيوال و، خو رايې وستلم او په دې کار کې يې بنده کړم.

ما واده کړی و. هره ورځ به مو په کور کې جنګ و، ځکه چې مېړه مې بې روزګاره و او ګټه وټه يې نه وه. بیا مې له یوه هلک سره پر ټیلیفون اړیکه جوړه شوه. یوه ورځ هغه له کوره بهر وروغوښتلم. يو ځای ته يې بوتلم چې له مخکې يې درې څلور نور هلکان هم هلته رابللي وو. راته ویې ویل چې که ټولو سره دغسې وکړې نو پنځه سوه روپۍ به درکړو.

هغه وخت زما وضعیت داسې و چې مجبوره شوم هغسې وکړم. خو وروسته ورو ورو عادت شوم او له ځانه سره مې وویل چې ځه، د پيسو ګټلو یوه لار خو ده.

BBC

زما اوه بچیان دي. فکر مې وکړ چې که کور ته یو څه ګټه وټه راوړم نو د اولادونو لپاره به مې په کار شي. زه یوازې د هغوی لپاره دا کار کوم. په ټولو درس وایم. په کور کې مې مېړه هم راسره دی، خواښې مې هم ده، لېور هم خو ما هغوی ته ویلي چې یو چېرې نوکري کوم، دنده لرم.

کورونا وېروس زموږ کار ډېر اغېزمن او خراب کړی دی. زه چې خپلې ځينې نورې جنسي کاروباریانې ملګرې پېژنم، له کوره وتل ورته سخت شوي او کمې وځي. زه هم تر بندیزونو نږدې يوه نیمه میاشت وروسته له کوره ووتلم. ځکه چې کور کې زموږ وضعیت ډېر خراب شوی و او هغه کار مې کور کې نشو کولی، نو ځکه بهر وتلو ته اړه شوم.

خو اوس خلک له موږ ډارېږي. دوی وېرېږي چې له موږ دوی ته کورونا وېروس ورنشي. موږ بیا له دوی ډارېږو چې له دوی موږ ته رانشي. همدې وېرې زموږ کاروبار کم او خراب کړی دی.

که یو چا ته مو پام شي چې ټوخېږي، یا یې زکام دی نو نژدې نه ورځو چې هسې نه کورونا وي. وایو هسې نه د ګټې په ځای تاوان وکړو.

که څوک روغ و جوړ دی نو بیا زر یا پنځه سوه ترې اخلو او داسې خپله ورځانه باسو. کله خو ان مجبورېږو چې خلکو ته سوال زارۍ ورکړو او رضا یې کړو. خپلو پخوانیو ګاکانو ته زنګ کوو چې یو پنځه سوه روپۍ خو راولېږه. ځینې يې راکوي خو ځينې نور بیا هسې پلمې راته کوي.

زموږ کار دغسې دی چې ټولنیز واټن نشي پکې ساتل کېدای. هر څومره احتیاط چې وکړې، بیا هم نه کېږي. زموږ له ډلې يوې هم تر اوسه د کورونا معاینه نه ده کړې خو په چا کې د دې وېروس کومه نښه هم لا نشته.

اورېدلي مې دي چې وېروس هره ورځ په پراخېدو دی او که دا بندیزونه پای ته هم ورسېږي بیا به هم د وېروس له وېرې خلک په اسانه چېرې نه ځي.

د کراچۍ اوسېدونکې شهزادۍ کيسه

زه له تېرو پنځلسو، شلو کلونو راهیسې دا کار کوم. واده مې کړی او څلور اولادونه لرم.

مېړه مې ګټه وټه او خواري مزدوري نه کوله نو مالومه خبره ده چې د کور ګوزاره بې پېسو نه کېږي. بیا زما یوه ملګرې وه چې زه يې دې کار ته راوستلم. ما نه غوښتل چې داسې څه وکړم خو چې د کور حالات او ستونزې مې لیدې، مجبوره شوم چې ويې کړم.

BBC

ما خپلې کورنۍ ته ویلي چې په یوه غټ کور کې کار کوم او هلته د کور ځينې کارونه سمبالوم. مېړه مې نه دی خبر، خو که خبر هم شي نو چې دی کاروزګار نه کوي، ما به ولې منع کوي؟ د هغه خو له پېسو سره کار دی، وايي پېسې ګټه او راوړه یې.

اوس چې دا د کورونا وېروس ستونزه پېښه شوې، نو هېڅ کار نشته.

ټوله ورځ اوزګاره ناسته یم. یوه نیم ګاک یا مشتري باندې خو زموږ کور نشي چلېدلی. زه پخپله ډېره خپه یم چې څه شی وګټو او څه شی وخورو؟ که له چا مې مرسته غوښتې نو ځواب يې راکړی چې ته خو هسې هم داسې کار کوې، پخپله يې وګټه.

په لندن کې د جنسي کارګرو ژوند څنکه دی؟

یونان کې ولې نارینه کډوالو ‘فحاشۍ’ ته مخه کړې؟

که څه هم څو میاشتې وروسته اوس کار پېل شوی خو د مخکې غوندې نه دی. مخکې به د ورځې دېرش څلوېښت مشتریان راتلل، اوس دېرش څلوېښت خو پرېده، ان دوه درې هم که راشي غټه خبره ده. ګاک هم په راتلو ډارېږي. موږ له هغوی ډارېږو او هغوی له موږ. خو څه وکړو، موږ خو باید پېسې پېدا کړو او خپل مشتري د دې لپاره نشو ځوابولی. که څوک کومه ستونزه یا ناروغي هم لري، موږ مجبوره يو چې ویې زغمو.

تر نن ورځې مې هېڅ داسې کس نه دی لیدلی چې ماسک يې په خوله وي او سینيټایزر وهلو نه وروسته دا کار وکړي. که د چا ماسک په خوله هم وي خو چې موږ ته راشي نو لرې يې کړي. موږ که څه ورته وایو نو راته وايي، بیا دا کار ولې کوې خو کراره په کور کېنه کنه. مالومه خبره ده چې څوک دلته راځي، هغه پخپله هم چندان په دې کیسه کې نه وي چې وېروس به ورشي.

Trending

Exit mobile version