بی بی سی پښتو
کورونا وېروس: کله چې د ناروغې په مخ کې د هغې مور مړه شوه
په کوویډ-۱۹ اخته یوې ښځې له هغې وروسته چې خپلې مور یې د همدې ناروغۍ له امله د هغې د سترګو پر وړاندې په روغتون کې ساه ورکړه، له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه روغتیايي لارښوونې تعقیب کړي.
۷۶ کلنه ماریا ریکو د لستر شیر اوسېدونکې ده، د دې لپاره چې د وروستي ځل لپاره له خپلو دوو لوڼو سره خبرې وکړي، د اکیسجن ماسک یې له خولې لرې کړ، که څه هم پوهېده چې په دغه کار سره یې ژوند نور هم په چټکۍ پای ته رسېږي.
انابیل شرما دغه شېبې “زړه ماتوونکې” وبللې، خو ویې ویل چې خوشاله په دې وه چې مور یې په یواځېتوب کې مړه نه شوه.
هغې خپل وروستی انځور خپور کړی، چې د دغه وېروس په اړه پوهاوی زیات کړي.
“ارامتیا”
آغلې شرما چې د لستر شیر د وایتویک اوسېدونکې ده، ویلي مور یې یو نیم ساعت وروسته له هغې ساه ورکړه چې ماسک یې له خولې لرې کړ.
“زما مور له دوی وغوښتل چې ماسک ترې لرې کړي او دوی وویل، کله چې موږ دا لرې کړ، نو هر څه پای ته رسېږي. ته به ډېر دوام ونه کړې”.
- کورونا وېروس؛ افغانستان کې په کورونا اخته کسان ۵۲۶ ته ورسېدل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو
- کورونا ویروس له بدن سره څه کوي؟
۴۹ کلنه شرما وايي، “هغې وویل، هو، زه پوهېږم خو ما په کافي اندازه اچولی و”.
“کله چې هغې خبرې کولای شوې، موږ د پنځو دقیقو لپاره ورسره وو، له هغې وروسته هغه بېهوښه شوه. هغې موږ ته وویل چې له مړینې وېره نه لري او هغه ورته چمتو ده. هغې راته وویل، ته باید سخته مبارزه وکړې ځکه چې ما په کور کې ماشومان درلودل”.
د اغلې شرما خور سوسانا ته هم اجازه ورکړل شوې وه چې هلته وي په داسې حال کې چې د شخصي خوندیتوب وسایل یې اغوستي وو.
هغې زیاته کړه “موږ تر وروستۍ سلګۍ د هغې لاس نیولی و”.
“په دې سره ارامه کېدلم چې فکر به مې وکړ موږ کولای شو له هغې سره و اوسو او زه پوهېږم چې په دې سره به مې مور هم ارامېدله”.
اغلې ریکو هم په هغه کور کې اوسېدله چې شرما او د هغې مېړه او درې زامن یې پکې اوسېدل، ۱۰ کلن نوح، ۱۲ کلن اسحاق او ۲۲ کلن یعقوب.
اغلې شرما وویل په دې باور وه چې یو زوی یې په ښوونځي کې کورونا وېروس نیولی و او په همدې سره یې دا وېروس په ډېره چټکۍ ټولې کورنۍ ته ورسېد.
هغې زیاته کړه “زه له خلکو غواړم چې ټول احتیاطي تدابیر تعقیب کړي او د نورو په اړه فکر وکړي”.
اغلې شرما او مور یې دواړه په یوه ورځ په اکتوبر کې د لستر شیر شاهي روغتون ته یوړل شوې او اغلې ریکو د نومبر پر لومړۍ مړه شوه.
د هغې د جنازې مراسم په ژوندۍ بڼه اغلې شرما ته ښکاره کېدل، چې نوموړې هغه مهال هم په روغتون کې وه.
آغلې شرما وویل “هغه په دې ښه خبره وه چې څه به پېښېږي او پوهېدله چې له دې به روغه پاتې نه شي او په کافي اندازه د هغې درملنه وشوه”.
شرما ان په کور کې هم له اکسیجن ګټه اخیستله ځکه چې سږي یې د وېروس له امله زیانمن شوي وو.
هغې خپله مور یوه “په زړه پورې نیا” وبلله چې “ډېره پیاوړې اراده یې درلوده”.