بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۹۵ تازه پېښې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۳۹۹)
Getty Images

د افغانستان روغتیا وزارت د جمعې په ورځ( د اپرېل ۲۴) وویل، تېرو ۲۴ ګړیو کې په کورونا ۹۵ کسان اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت په خبره، دې تازه ناروغانو کې ډېر شمېر د کندهار دی چې ۵۳ ته رسېږي.

ورپسې کابل کې ۱۱، تخار کې ۱۰، ننګرهار او پنجشېر کې پنځه پنځه، هرات کې ۳، فراه او غزني کې ۲-۲، لغمان، پروان، نیمروز او دایکندي کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت دا هم وايي، چې وروستیو پېښو سره په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۳۰ کسانو ته ورسېد.

دوی زیاتوي، له پرون راهیسې ۹ کسان له کورونا رغېدلي او دې سره د رغېدلو کسانو شمېر ۱۸۸ ته ورسېد.

دا ډول په تېرو ۲۴ ګړیو کې له کورونا په افغانستان کې د درې کسانو مړه کېدو سره دا شمېر هم پورته شوی او ۴۳ ته رسېدلی دی.

افغانستان کې اول ځل له ایران سره ګاونډي هرات کې د کورونا لومړۍ پېښه ثبت شوه، خو اوس په کابل کې پر دې وېروس تر نورو ولایتونو ډېر کسان اخته شوي دي.

روغتیا وزارت تېره چارشنبه هم د کابل پر اوسېدونکو نیوکه وکړه چې د کورونا په هکله تدبیرونو ته ډېر پام نه کوي.

د دې وزارت ویاند وحید مایار له دې ښاریانو وغوښتل چې د کورونا د مخینيوي لپاره د دوی سپارښتنې پلې کړي.

د کورونیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ ویل، چې کابل کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدبیرونه سختوي.

Trending

Exit mobile version