بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۱۲۵ نوې پېښې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۳۹۹)
Getty Images
د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر اوسه په افغانستان کې د کورونا وېروس له نهه زرو ډېرې مشکوکې پېښې معاینه شوې دي.

د افغانستان روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ( د اپرېل ۲۸) وویل، تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۳۶۱ شکمنې پېښې معاینه کړې چې پکې ۱۲۵ مثبتې دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، دې ۱۲۵ نویو ناروغانو سره افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته رسېږي.

د نوموړي په خبره، هرات کې ۲۱، کابل کې ۱۵، کندهار کې ۱۵، بلخ کې۱۰، لوګر کې ۹، جوزجان کې ۸، پنجشېر، لغمان او پکتیا کې اوه اوه، غزني او تخار کې شپږ شپږ، ننګرهار کې پنځه، هلمند، کونړ او وردګ کې دوه دوه پېښې او بادغیس، کاپیسا او بدخشان کې یوه یوه پېښه ثبت شوې دي.

* کورونا وېروس؛ وتلې امریکایۍ ډاکټرې ځان وژلی

* څومره وخت کې له کورونا وېروس بېرته رغېدلی شئ؟

* کورونا وېروس؛ هند ته ولې واکسین جوړولو کې سترګې ور اوړي؟

د نوموړي په خبره، تېرو څلرویشتو ګړیو کې له کورونا اته کسان هرات کې روغ شوي چې دې سره افغانستان کې د رغېدلو شمېر ۲۲۸ ته رسېږي.

هغه دا هم وویل، چې کندهار کې د یوې ښځې د مړینې له امله له کورونا د مړو شمېر ۵۸ ته رسېږي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر اوسه په افغانستان کې د کورونا وېروس له نهه زرو ډېرې مشکوکې پېښې معاینه شوې دي.

Reuters
یوه سرتېري خپل ټوپک د میکروب ضد درملو ته نیولی دی.

د افغانستان روغتیا وزیر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ښايي د کورونا وېروس پېښې دغه هېواد کې له هغه ډېرې وي چې دوی یې تصور کوي.

خو په خبره یې، د قیوداتو زیاتولو له دوی سره مرسته کړې چې دا پېښې ټیټې وساتل شي.

نوموړي دا هم وویل، چې ممکن دا قیودات تر څلورو اونیو یا د روژې تر پای دوام وکړي.

 

Trending

Exit mobile version