بی بی سی پښتو
کورونا وېروس؛ افغانستان کې د زندانیانو د اخته کېدو وېره
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې د کورونا وېروس له امله دا هېواد د اوج په لوري روان دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن چارشنبې (د اپرېل ۲۹/د غويي ۱۰) په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، په هېواد کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي چې په خبره یې راتلونکې اونۍ ورته ډېرې مهمې دي: “د کورونا وېروس له امله افغانستان د ‘پېک’ یا اوج په لور روان دی، خلک دې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې جدي وګڼي او هم دې ټولنیز واټن مراعات کړي.”
ښاغلي مایار وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وېروس اړوند ۳۹۳ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له ډلې یې ۱۱۰ پېښې مثبتې وې او دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېره ۱۹۳۹ ته لوړه شوه.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، له دې ۱۱۰ مثبتو پېښو په کابل کې ۵۸، کندهار کې ۱۵، پکتیا کې ۱۲، غزني کې ۶، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ۵-۵، په تخار او فراه ولایتونو کې ۳-۳ ثبت شوې دي، په هلمند کې دوه او کندوز کې یوه- یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
په ورته وخت کې د روغتیا وزارت وايي، د ‘ای سي او’ روغتون یا هغه روغتون چې د کورونا وېروس لپاره ځانګړی شوی و ډاکټرانو یې شکایت کړی و چې معاشونه نه دي ورکړل شوي، ښاغلی مایار ډاډ ورکړ چې نن به یې معاشونه ورکړل شي.
وسله والو طالبانو نن چارشنبه په خپلې ه خپره کړې اعلامیه کې اندېښنه ښودلې چې زندانونو ته د کورونا ناروغي داخله شوې او ددوی په ټکو ۴۶ تنه بندیان په یاده ناروغۍ اخته شوي دي.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي په زندانونو کې یې معاینې ترسره کړي دي:
“زندانونه په مېکروب ضد درملو مینځل کیږي، هلته بېړني ټیسټونه شوي چې په پایله کې یو شمېر پېښې یې مثبتې وې او د نورو نمونې اخیستل شوي چې پایلې به یې وروسته شریکې شي.”
دی وايي په زندانونو کې هم د نورو ځایونو پرتله هم تدابیر نیول کیږي او بندیانو سره هم روغتیايي مرستې کیږي.
روغتیایي مرستې
ښاغلي مایار نن وویل کومې ۱۵ میلیونه ډالر چې د مالیې وزارت له لوري ورته ځانګړي شوي وو، ولایتونو ته یې هم ددې پېسو د لګښت صلاحیت ورکړل شوی دی.
دی زیاتوي نړیوالې مرستې چې افغان حکومت سره یې ژمنه شوې وه د حکومت له لارې نه دي ورکړل شوي او د بهرنیو موسسو له لوري ورکول کیږي لکه د روغتیا نړیواله سازمان یا(WHO)، د ملګروملتونو ځینې ادارې دي چې له لارې یې افغانانو سره مرستې کیږي.
- د کورونا په اړه ځانګړې پاڼه
- کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی
- کورونا وېروس ایټالیا کې په یوه ورځ کې ۳۶۸ کسان ووژل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو