بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ترې ۱۱٪ کسان ښه او ۳٪ مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۳۹۹)
Getty Images

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۶۶ تازه پېښې ثبت کړې دي.

د رسمي شمېرو له مخې دې سره افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د جمعې په ورځ رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، تېرو ۲۴ ګړیو کې ټولې ۴۶۵ شکمنې پیېښې ازمویل شوې چې پکې ۶۶ مثبتې دي:

“مثبتو پېښو کې د کابل ۲۶، کندهار ۱۵، بلخ ۶، کندز ۵، هرات ۵، هلمند ۴، لغمان ۳ او ننگرهار او کونړ کې هم یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده”.

ښاغلی مایار زیاتوي، پرون د کورونا وېروس ۴۵ ناروغان رغېدلي او دې سره له دې ویروس د رغېدلو کسانو شمېر ۹۹ ته ورسېد.

نوموړی وايي، افغانستان کې ۱۱ سلنه کورونا ناروغان ښه شوي او ۳،۳ سلنه له دې وېروس مړه شوي دي.

ښاغلي مایار د مړینې تازه پېښه یاده نه کړه، خو تر پنجشنبې له دې وېروس ۳۰ افغانان مړه شوي دي.

Getty Images
روغتیا وزارت وايي، تراوسه افغانستان کې ۹۰۶ کسان په کورونا اخته شوي دي.

افغانستان کې اول ځل دا وېروس له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې ښکاره شو او تراوسه له بل هر ولایت هرات کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ډېر دی.

په دغه ولایت کې د کورونا لومړنۍ پېښه د فبرورۍ په ۲۲ ثبت شوه.

اوس له هرات وروسته کابل او کندهار کې د دې وېروس ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

تراوسه د افغانستان ۳۰ ولایتونو کې د کورونا مثبتې پېښې پېژندل شوې دي.

د افغانستان روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دغه هېواد کې په کورونا ډېری اخته کسان ځوانان او ۷۵ سلنه یې نارینه دهي.

Trending

Exit mobile version