بی بی سی پښتو

کورونا وېروس: افغانستان کې د نمونه اخيستنې وسایلو د کموالي اندېښنې

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۱, ۱۳۹۹)
Getty Images

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي، د روغتيا وزارت د دغې وبا د ازموينې د کيټونو يا وسايلو د کمبود خبر ورکړى دى.

د وزارت د لابراتوارونو او تشخیص برخې مشر ډاکتر عاشق الله سعادتي وايي، د ازموينې وسايل يې نژدې په خلاصېدو دي.

په همدې حال کې وزارت دا هم ويلي چې اوس کويډ_١٩ د هېواد په دېرشو ولايتونو کې خپور شوى. په همدې حال کې د روغتيا وزارت ويلي چې اوس په دې هېواد کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ٩٣٣ ته پورته شوي دي.

د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز تېره ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د وېروس ډېرى نوې پېښې کابل او پکتيا ولايتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د لابراتوارونو او تشخیص برخې مشر ډاکتر عاشق الله سعادتي په وینا، مخکې دوی هره ورځ د نمونو یا ازموینو نتیجې اعلانولې، خو په دې برخه کې د ځنډ لامل د تشخیص د کېټونو (الو) کمی دی: “د روغتیا نړیوال سازمان له خوا موږ ته یو وار سل او بیا ۲ زره سمپلونو په خاطر دغه وسایل راغلل، ورسره متحده عربي اماراتو شاوخوا ۵۰ زره کېټونه موږ ته واستول چې نیمه کاره وو، یعنې د ار.اېن.ای د استخراج کېټونه چې باید ورسره وای، هغه نه وو.”

Getty Images

ښاغلی سعادتي زیاتوي چې اوسمهال له دوی سره د ار اېن ای د استخراج وسایل “ډېر کم” پاتې دي او له امله یې د دوی د ځینو حوزوي مرکزونو کارونه درېدلې دي.

دی زیاتوي، که دوی ته وسایل ورسېږي، کولی شي په یوه ورځ کې تر ۱۵۰۰ سمپلونو باندې کار وکړي.

د ده په وینا، د روغتیا وزارت په دې برخه کې وړاندیزونه کړې، خو دا چې په داخلي بازارونو کې دا وسایل نه شي موندل کېدای او په وینا یې په نړیواله کچه د دې وسایلو کمی دی.

بل خوا په دې هېواد کې ځینې خلک شکایت کوي چې د دوی د کورونا ویروس ازموینو پایلې ځنډیږي.

BBC

Trending

Exit mobile version