بی بی سی پښتو
کورونا وېروس: د پخوانیو ناروغانو وینه د درملنې لپاره ازمایل کېږي
برتانیا له کورونا وېروسه د رغېدلو کسانو له وینې پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو د درملنې لپاره کار اخیستلو ته چمتووالی نیسي.
د دغه هېواد د روغتیا ملي ادارې له هغو کسانو چې له دې ناروغۍ رغېدلي غواړي چې وینه ورکړي او د هغوی له وینې په دې ممکنه درمنله کې د ازمیښت لپاره کار واخلي.
تمه ده چې له کوویډ-۱۹ رغېدلو کسانو په بدن کې له شته انټي باډي څخه د نورو کسانو په رغولو کې کار واخیستل شي.
په امریکا کې لا له وړاندې په دې اړه څېړنې پیل شوي چې څه باندې ۱۵۰۰ روغتونونه په کې برخه لري.
کله چې یو څوک پر کوویډ-۱۹ اخته شي، نو د هغه د بدن دفاعي سېسټم داسې انټي باډي تولیدوي چې پر وېروس برید کوي.د وخت په تېرېدو سره دا انټي باډي تراکم کوي او په وینه کې موندل کېدای شي.
د برتانیا د روغتیا ملي ادارې له خوا په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې له کوویډ-۱۹ د رغېدلو لپاره ټولې کلینیکي تجربې باید تعقیب شي چې ناروغان وژغورل شي او کره پایلې یقیني شي.
په دې بیان کې وړاندې ویل شوي چې له حکومت او نورو اړونده ادارو سره له نژدې کار کوي چې د منل شویو بهیرونو له لارې د امکان تر حده چټک ګامونه واخیستل شي.
ځینې نور برتانوي بنسټونه هم شته چې د دې ممکنه درملنې د ازمیښت لپاره کار کوي. د وېلز پوهنتون تدریسي روغتون اعلان کړی چې غواړي په دې اړه تجربه وکړي.
په نوره نړۍ کې هم له همدې لارې پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې لپاره هلې ځلې روانې دي.
په امریکا کې یوازې په تېرو درې اونیو کې د هېواد په کچه یوه پراخه تجربه تر لاس لاندې ده او تر دې دمه د ۶۰۰ کسانو درملنه له همدې لارې کیږي.
- د کورونا په اړه ځانګړې پاڼه
- کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی
- کورونا وېروس ایټالیا کې په یوه ورځ کې ۳۶۸ کسان ووژل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو