تازه خبرونه

کوماندو ځواکونو په بادغیس کې د طالبانو یو زندان مات کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۳۹۸)

دفاع وزارت ویلي، چې د هېواد کوماندو ځواکونو په بادغیس کې د طالبانو یو زندان مات او د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۲ سرتېري یې ترې راخوشې کړي دي.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ کوماندو ځواکونو د بالامرغاب ولسوالۍ د بوکن په اړوند سیمه کې د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۲ سرتېري، چې له طالبانو سره زنداني وه؛ راخوشې کړي دي.

له راخوشې شویو کسانو څخه ۵۵ د ملي اردو، ۴ د کوماندو ، ۲ پوله ساتي او ۱ پولیس سرتېري دي.

په دې عملیاتو کې ۵ وسلوال طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان دي.

د دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد د کوماندو ځواکونو دغه بریالي عملیت ستایلي او ټینګار کوي، چې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به د خلکو د امنیت خوندي کولو لپاره خپلې هڅې نورې هم چټکې کړي.

راخوشې شویو سرتېرو یو ځل بیا د وسلو پر کارولو ټینګار څرګند کړی او په ډاګه کوي، چې د خپلو خلکو له سر او مال څخه به ساتنه روانه ساتي.

Trending

Exit mobile version