تازه خبرونه
کوهستانات ولسوالۍ د هوايي ځواک د نه رسیدو له کبله سقوط شوه
د سرپل ولایت امنیتي مسولین وايي چې د هوايي ځواک د نه رسیدو له کبله د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ تیره شپه نهه بجې د وسلوالو مخالفینو په لاس کې ولویده.
د مسولینو په وینا د کوهستاناتو په جګړه کې درې وسلوال مخالفین دوه پولیس او یو پاڅونوال وژل شوی دی او شپږ سوه سیمه ایز پولیس له سیمې تښتیدلي دي.
د سرپل امنيه قوماندان – محمد اصف جبار خیل:
“د جگړې په پایله کې د ملا تاج محمد او نورو ملګرو په ګډون یو شمېر مخالفین له منځه ځي.“
نوموړی وایي چې نږدی شپږ پولیس او یو شمیر هغه کسان چې د مخالفینو پرضد یې پاڅون کړی هم صیاد ولسوالۍ او د دغه ولایت مرکز ته رسیدلي دی.
هغه وایي؛ که څه هم افغان امیتي ځواکونه د برید لپاره تیاری لري؛ ښایي نوره حمایوي او تازه نفسه ځواک هم دغه ولایت ته راورسیږي، تر څو د کوهستانات ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره عملیات ترسره شي.
د سرپل ولایت د ولایتي شورا رییس وایي چی نږدې شپږ سوه کورنۍ چې د سرپل او فاریاب ولایتونو څخه کډه شوي، د دغه ولایت مرکز ته ورغلي دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ویل کیږی چې د کوهستانات له سقوط سره هم مهاله د دغه ولایت د سوزمه قلعه او د سرپل مرکز هم د مخالفینو له تهدید سره مخ دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، که د ولت د مخالفینو پر ضد عملیات تر سره نکړي؛ نو ښایي د دغه ولایت د نکند ولسوالۍ هم له سقوط سره مخ شي.