لوبی

کوهلي او روهیت د افغانستان پر وړاندې د هند کرکټ لوبډلې اعلان ځنډولی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۷, ۱۴۰۲)

د کرکټ مینه‌وال په تمه دي، چې د هند کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړي.

ټاکل شوې، چې د هند کرکټ بورډ د غوراوي کمیټه به نن یکشنبه په ممبي کې غونډه وکړي؛ خو تر اوسه یې په اړه څه ویل شوي نه‌دي. په هرصورت، تمه کیږي، چې په ۲۰ آوریز کرکټ لوبو کې د ویرات کوهلي او روهیت شرما راتلونکی د غونډې اصلي اجنډا وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ له هند سره د راتلونکیو سیالیو لپاره خپله لس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

روهیت شرما، چې له ۲۰۲۲ راپدیخوا په نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې له نیمه پایلوبې وروسته لوبه نه‌ده کړې. اوس غواړي د ۲۰۲۴ نړیوال جام څخه مخکې د ۲۰ اوریزو لوبو په لړ کې د هند لوبډلمشري وکړي.

ویرات کوهلي، چې وروستی ځل یې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې ماتې خوړلې وه؛ د بېرته ستنېدو شونتیا یې ډېره ده.

کوهلي په ۲۰۲۳ نړیوال جام کې خورا ښه ځلېدلی؛ ځکه، چې د ۱۰۰ منډو په ګډون یې ۷۵۰ منډې کړې دي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې انتخاب کوونکي د لوبډلې په پیاوړتیا کې د دغو تجربه لرونکیو لوبغاړو د بېرته راستنېدو له کبله له ننګوونکې پرېکړې سره مخ دي.

روهیت او ویرات دواړو په T20I کې د لوبېدو لیوالتیا ښودلې او داسې ګونګوسې دي، چې دوی به د افغانستان پر وړاندې بېرته راستانه شي؛ خو په شل اوریز نړیوال جام کې د دوی ګډون به د هند غوره لیګ ۲۰۲۴ کال کې د دوی پر ځلېدا پورې اړه ولري.

ټاکل شوې د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

لومړۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ په موهالي لوبغالي کې ترسره شي، دوه یمه لوبه به د جنورۍ پر څوارلسمه په اندور لوبغالي کې او درېیمه لوبه به د جنورۍ پر اووه لسمه په بنګلور لوبغالي کې ترسره شي.

ټولې لوبې به د کابل پر وخت ماښام شپږ بجې پیل شي.

آریانا ټلویزیون یو ځل بیا د سیالیو د لړۍ د نشرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی دی. سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپریږي؛ نو ډاډه اوسئ، چې د تازه معلوماتو، مهالوېش اود لوبډلو د خبرونو لپاره مونږ وڅارئ.

Trending

Exit mobile version