تازه خبرونه
کوچیانو په خوست کې ۱۲ زره جریبه ځمکه په زور لاندې کړې
د خوست د لکڼو سیمي اوسیدونکي وایي، که حکومت د دوی او کوچیانو ترمنځ د ځمکې پر سر راپورته شوې لانجه حل نه کړي؛ وسلواله نښته به رامنځته شي؛ خو کوچیان دا خپلې پلرنۍ ځمکې بولي.
د خوست د لکڼو سیمې لسګونه اوسیدونکي او قومي مشران راټول شوي او د لکڼو قومي مشر احمد شاه خان وایي، چې کوچیانو په ډنډو سیمه کې د لکڼو اړوند ۱۲ زره جریبه ځمکه په زور لاندې کړې، آبادۍ یې پرې روانې کړي او اوس یې د لکڼو څو کلي د وسلوالې محاصرې لاندې نیولې دي.
د لکڼو قومي مشر نجم الدین خان په ډاګه کړې، چې که حکومت کوچیان بې وسلې نه کړي، دوی به یې هم پر وړاندې وسلې ته لاس کړي.
د خوست ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال وايي، محلي حکومتي اداره د دې لانجې په حل کې ناغیړي کوي.
د خوست ولایتي شورا غړی عبدالولي واحدزی وایي، که په لس ورځو کې حکومت دغه شخړې ته د اوارۍ اقدام ونه کړي؛ نو د لکڼو او کوچیانو قومونو ترمنځ وسلواله نښته رامنځته کیدای شي.
د خوست کوچیانو شورا مرستیال هواس خان وایي، دا د دوی پلرنۍ ځمکې دي او د امیر حبیب الله د واکمنۍ راهیسې ترې ګټه پورته کوي.
نوموړي زیاته کړې، کوچیان د یادې لانجې د حل لپاره هر ډول حکومتي او قومي خبرو ته حاضر دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د ځمکې یادې لانجې د حل لپاره مو مخکې هم هڅې کړي او تازه یوګډ کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د موضوع څېړنه وکړي او د حل لار ورته ولټوي.
نوموړي دا ګواښ هم کړی؛ هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د ځمکې پر سر وسلوالې نښتې ته لاس کړي.
د خوست والي زیاتوي، په دې ولایت کې د قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر لانجې زیاتې شوي؛ نو ښه ده، چي مرکزي حکومت دغه ولایت ته د یادو ستونزو د حل په موخه له کابله یو باصلاحیته پلاوی راولیږي.
خبریال: فریدالله ظاهر