تازه خبرونه

کیدای شي د کابل د زنبق چاودنې عاملین له پاکستان څخه افغانستان ته دننه شوي وي- عباسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان لومړي وزیر منلې، چې کیدای شي د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د درندې چاودنې عاملین له پاکستان څخه افغانستان ته دننه شوي وي.

د دغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسی له فایننشیل تایمز ورځپانې سره په مرکه کې ویلي؛ ممکن د زنبق په څلور لاري کې، چې د یو تانکر موتر پر مټ ځانمرګی برید شوی و؛ عاملان یې له پاکستان څخه افغانستان ته دننه شوي وه.

نوموړي په دې اړه نور معلومات ندي ورکړي؛ خو وایي، چې ممکن درې یا څلور برید کوونکي د یوې لیږدونکې واسطې په مرسته له پاکستان څخه افغانستان دننه شوي وي او هغه برید یي تر سره کړ.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي زیاتوي چې دوی د ډيورنډ په کرښه دوه سوه پنځوس زره سرتېري ځای په ځاي کړي او له افغان او امریکايي چارواکو یې غوښتي، چې پر کرښه د سخت دریځو د تګ راتګ مخه ونیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي، چې نه یوازې بریدګر له پاکستان څخه راغلي وه، بلکې برید هم په پاکستان کې تنظیم شوی و.

په دغه برید کې نږدې سل کسه وژل شوي وه او تر پېنځه سوه نور ټپیان ول.

Trending

Exit mobile version