تازه خبرونه

کیدی شي نړیوال په ژنیو کې د افغانستان لپاره د لږ مرستې ژمنه وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۳۹۹)

 کارپوهانو رویترز ته څرګنده کړې؛ شونې ده، چې افغانستان به په ژنیو کې د نړیوالو مرستندویانو لخوا د مرستې ژمنې ترلاسه کړي.

رویترز په ډاګه کړې، چې د مرستو ژمنې دمګړۍ ناڅرګندې دي؛ ځکه، چې دا مرستې له طالبانو سره د سولې خبرو له پرمختګ سره تړاو لري.

سره له دې، چې د سولې خبرې روانې دي او واشنګتن هم پرېکړه کړې، چې سرتېري وباسي. هېواد له یو ناڅرګند راتلونکي سره مخ دی؛ خو داسې راتلونکی، چې اوس هم د نړیوالو له مرستو سره تړلی دی.

د نړیوال کړکېچ ډلې کارپوه اندریو واتکنز ویلي: هر راتلونکی افغان دولت به پر بهرنیو مرستو تکیه ویري.

له درې سرچینو یوې ویلي، چې له نوم ښودلو یې ډډه کړې ویلي، چې واشنګتن نه یوازې نیمه برخه مرسته کموي، بلکې د لنډې مودې ژمنې به هم کوي.

دوه نورو سرچینو رویترز ته ویلي؛ د ناتو نور غړي لکه بریتانیا او فرانسه هم د مرستو د کمولو په فکر کې دي. پداسې حال کې، چې آسترالیا تر ۳۰ سینې د کمولو پلان لري.

Trending

Exit mobile version