نړۍ
کیم جونګ اون جګړې ته د چمتووالي د زیاتولو سپارښتنه وکړه
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس څرګنده کړې، چې کیم جونګ اون د چارشنبې پر ورځ د هېواد د لویدیځې سیمې د پوځي عملیاتو په اډه کې د سرتېرو له ډګرنۍ روزنې څخه د کتنې پر مهال د جګړې لپاره د چمتووالي د زیاتولو امر وکړ.
رویټرز راپور ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ امریکا او سویلي کوریا ځواکونو کلنۍ ګډې پوځي روزنیزې هڅې پیل کړې، چې د تېر کال پر پرتله دوه چنده سرتېرو په کې برخه اخیستې وه. د دغو پوځي روزنیزو هڅو د ځای په اړه تر دې دمه څه ویل شوي نهدي.
د دولتي سرچینې KCNA د څرګندونو له مخې؛ کیم ویلي، چې اردو باید هڅانده وي او د اوسني وضعیت له غوښتنو سره سم د جګړې د چمتووالي ګړندي کولو لپاره نوې هیلې راوټوکوي.
سرچینې د کیم د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: زمونږ اردو باید … پرلهپسې د بشپړ جنګي چمتووالي لپاره د خپلو جنګي وړتیاوو چټکولو ته رزمي روزنیزې هڅې ګړندۍ کړي.
په اړوند راپور کې دا ویل شوي نهدي، چې آیا کیم نېغ پر نېغه د امریکا او سویلي کوریا پوځي روزنیزو هڅو ته نغوته کړې که نه!
ویل کیږي، چې کیم له هغو سرتېرو کتنه وکړه، چې د حقیقي جګړې په څېر شرایطو کې حقیقي پوځي روزنیزې هڅې ترسره کوي.