تازه خبرونه

کیم جونګ اون په یوه پوځي ننداره کې پر اټومي وړتیاوو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۱)

په جنوبي کوریا کې د یوې باخبره پوځي سرچینې د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا تېر ماښام د پوځ د کلیزې په مناسبت پوځي ننداره ترسره او خپلې نوې اټومي وسلو یې نندارې ته وړاندې کړې.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د شمالي کوریا زرګونه سرتېرو له څو اوونیو راپدیخوا روزنیزې هڅې تر سره کوي او پوځي ننداره په داسې حال کې پیل شوې، چې پیونګ یانګ تېره میاشت خپل د اوږده واټن ویشتونکیو توغندیو تجربه ترسره کړه.

د جنوبي کوریا یونهاپ خبري آژانس د پوځي سرچینو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې شمالي کوریا له لمر لوېدو لږ وروسته پوځي ننداره ترسره کړه.

دغه پوځي ننداره د دوشنبې پر ماښام د شمالي کوریا د پوځ د جوړېدو په ۹۰ کلیزه کې ترسره شوې ده، چې د کیم کورنۍ پرې راټوله ده.

د شمالي کوریا د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ په دې ننداره کې پوځيانو یو شمېر عصري وسلې نندارې ته وړاندې کړې د توغندیو، ټانکونو، زغره والو ګاډو، د توپخانې ټوچې او یو شمیر توغندي نندارې ته وړاندې شوې.

Trending

Exit mobile version