بی بی سی پښتو
کیم کارداشیان ‘د طلاق غوښتنه کړې’
امریکايي رسنۍ وايي، مشهورې فلمي ستورې کیم کارداشیان له رپ امریکايي سندرغاړي کانیه وسټ نه د طلاق اخیستو رسمي غوښتنه ثبت کړې ده. دواړه له ۲۰۱۴ کال راهیسې ګډ ژوند کوي چې څلور بچیان هم لري.
دا خبر ټي اېم زي وېبپاڼې خپور کړی چې د کارداشیان خبرونه خپروي. څو میاشتې کېږي چې رسنۍ ددغې جوړې ترمنځ د اختلاف رامنځ ته کېدو په اړه خبرونه خپروي.
په خبرونو کې ویل شوي چې کیم کارداشیان د خپلو بچیانو د بشپړې سرپرستۍ ترلاسه کولو غوښتنه هم له محکمې کړې ده، خو هېڅ کوم یوه تر اوسه په رسمي ډول خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.
فوربېز مجلې د کیم کارداشیان شتمني شاوخوا ۷۸۰ میلیون ډالره اټکل کړې ده.
کانیه ویسټ تېر کال د امریکا ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړی و.
- کیم کارداشیان ولې له فېسبوک او انسټاګرام سره پرېکون وکړ؟
- ټرمپ د کیم کارداشیان په غوښتنه ۶۳ کلنه نیا وبښله
- د کیم کارداشیان خور له ټویټ وروسته؛ سنپ چټ ۱٫۳ میلیارد ډالر زیان وکړ
دواړو په ۲۰۱۴ کال له واده مخکې له یو بل سره پېژندل.
د دواړو لومړنۍ لور نارټ په ۲۰۱۳ کال زیږېدلې وه.
دواړو په په ۲۰۱۴ کال په ایټالیا کې واده وکړ او یو کال وروسته یې زوی وشو چې نومړ یې پرې سینټ کېښود.
دوه میاشتې مخکې هم د دواړو د بېلتون په اړه خبرونه خپاره شوي وو.