سوداگري
ګاما د کان کېندنې په بدل کې د افغانستان پر اوسپنې پټلۍ پانګونه غواړي
(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۴۰۲)
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې څرګنده کړې؛ د ګاما نړیوال ساختماني شرکت اجرائیوي کمیټې د دې ادارې له مشر بخت الرحمن شرافت سره په کتنه کې ویلي، چې دا شرکت غواړي د افغانستان د کانونو د استخراج په بدل کې پر اوسپنې پټلۍ پانګونه وکړي.
د دغه شرکت پر پانګونه به هرات، نيمروز، کندهار او نور ولايتونه له چابهار سوداګريز بندر سره ونښلول شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د افغانستان د اقتصادي سکټور د پرمختيا لپاره د دغه شرکت له پانګونې د هرکلی ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
ګاما نړیوال ساختماني شرکت له ۲۰۱۲ ز. کال راپدیخوا په ساختماني، تجارتي، انرژۍ، د معدنونو د استخراج او د اوسپنې پټلۍ جوړولو په برخه کې هڅې کړې دي.
له دې مخکې یو شمېر نورو خصوصي شرکتونو هم د هېواد د اوسپنې پټلۍ په سکتور کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې وه.