سیمه ییز خبرونه
ګاونډي هېوادونه نه غواړي افغانستان د يوه غښتلي پوځ خاوند وي
افغان ولسمشر وايي، ځينې ګاونډي هېوادونه نه غواړي، چې په خپل ګاونډ كې يو باثباته او منظم ځواكمن افغانستان ولري.
په هغې ستره غونډه كې، چې د شنبې په ورځ ( د سلواغې ۲۸ ) د ملي دفاع وزارت له خوا د قرغې په اتمه فرقه كې جوړه شوې وه، ولسمشر حامد كرزي ګاونډې هېوادونه د هېواد د ملي اردو د پاشل كېدو عامل وبلل او ويې ويل، دا هېوادونه نه غواړي افغانستان د يوه غښتلي پوځ خاوند وي.
ولسمشر کرزي د ملي دفاع پوهنتون محصلانو ته په خطاب كې زياته كړه، يواځې په زده كړو سمبال، با خبره او مجهز ځوانان كولاى شي، هېواد وساتي.
ولسمشر د افغانستان تېره دوره د راتلونكې لپاره ښه تجربه وبلله. د هغه په باور له تېرو تېروتنو بايد زده كړه وكړو.
هغه كه څه هم خوش باوري او ښه نيت د انسانانو خصلت وباله خو ټينګار يې وكړ، چې بايد خوش باوره ونه وسو.
هغه له طالبانو څخه وغوښتل، چې خپلې وسلې پر ځمكه كېږدي او د بهرنيانو خدمت پرېږدي.
حامد کرزی زیاته کړه، كه څه هم طالبانو ډېر جنايتونه كړي، خو نور نو باید لدې ډېر د خپل هېواد پر وړاندې د وسيلې په توګه استعمال نه شي.
ولسمشر د امنيتي ځواكونو له خوا د بنديانو پر شكنجو او ځورولو خپګان ښكاره كړ، او ويې ويل، اړوندو ادارو ته يې امر كړى څو په دې تړاو لازمه رسيدګي وكړي.
ښاغلي كرزي همدا راز په هېواد كې له بشري حقونو څخه د سرغړونو پر دوام اندېښنه وښوده او ويې ويل، لا هم په كليوالي سيمو كې خلك د خونديتوب احساس نه كوي.
هغه د هېواد امنيتي ځواكونو ته خبردارى وركړ، چې لدې وروسته به كه په هر ډول شرايطو كې وي، د بهرنيو ځواكونو په مرسته به د هېواد پر كليو عمليات ونه شي كړاى.
