تازه خبرونه

ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانۍ ارزښت ټیټ شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک مسولین وایی، په دوه زره څوارلسم کال کې په دې توانیدلي چې د ګاونډیو هېوادونو د پیسو په وړاندې خپل پولي سیاست وساتي.

د افغانستان بانک سرپرستخان افضل هډه والپه افغانستان بانک کې د پولي ذخایرو د کموالي په اړه را ولاړې شوې اندیښنې ردوي او وایي، په تېر کال کې په دغه بانک کې پولي ذخیره زیاته شوې ده.

نوموړی وایي، که څه هم ناامنۍ پراخې شوي، له هېواده پیسې وتلې او ټاکنیزو لانجو خلک اندیښمن کړي، خو دوی بیا هم په دې توانیدلي چې د ګاونډیو هېوادونو د پیسو په وړاندې خپل پولي سیاست ثابت وساتي.

ښاغلی هډه وال وایی، ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانۍ ارزښت را ولویږي؛ خو افغانستان توانیدلی چې معقول پولي سیاست تعقیب کړي او د افغانیو ارزښت وساتي.

بلخوا د افغانستان بانک سرپرست وایی، چې دا مهال یې د بانک په ذخایرو کې په کافي اندازه پیسې شته او دغې برخه کې ځانګړې ستونزه نشته.

ښاغلی هډه وال وایي؛ د افغانیو په وړاندې د بهرنیو اسعارو زیاته تبادله د دغه بانک له لارې کیږي او دا د دې سبب شوی چې د افغانستان بانک په ذخایرو کې پیسې زیاتې شي.

خو اقتصادي کارپوه کاکوجان نیازی په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغان حکومت اقتصادي سیاست ناسم بولي او نیوکه کوي چې د ملي یووالي حکومت باید د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره مشخصه تګلاره په مخ کې ونیسي.

د افغانستان بانک سرپرست مني چې ځینې شته اقتصادي ستونزې له سیاسي تحولاتو سره تړلي؛ خو وایي چې بانک د افغانۍ د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره کافي سرچینې په واک کې لري.

نوموړی وایي د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه ډالر په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې بازار ته د بهرنیو اسعارو وړاندې کول او د افغانۍ ټولول هم په کې راځي.

خبریال: نعمت احمدي

Trending

Exit mobile version