تازه خبرونه
ګاونډ هېوادونه دې په افغانستان کې له نیابتي جګړې ډډه وکړي –عباس ستانکزی
شېر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د ایران، پاکستان، چین، روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره ستر ګواښ و او د اسلامي امارت په واسطه له منځه ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ويلي؛ هغه ترهګرې ډلې، چې غواړي په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړي، وبه ځپل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د امام ابو حنیفه په درېیم نړیوال نندارتون کې ویلي، اسلامي امارت د هغو ترهګرو ډلو پر له منځه وړلو توانیدلی، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال فعالې وې.
شیر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې، اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې د وارداتي ترهګرو ډلو پر وړاندې ډاډمنه مبارزه کړې او له ځینو ګاونډ هېوادونو څخه یې غوښتي؛ دغو ډلو ته اجازه ورنکړي، چې خاوره یې د افغانستان پر ضد وکاروي.
شېر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د ایران، پاکستان، چین، روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره ستر ګواښ و او د اسلامي امارت په واسطه له منځه ولاړ.
شېر محمد عباس ستانکزی وایي؛ په افغانستان کې ترهګرې ډلې له منځه تللي او اجازه به ورنکړي، چې دا ډلې په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړي.
هغه ویلي، افغانستان ته ترهګرې ډلې واردېږي او د ځینو ګاونډ هېوادونو له خاورې د افغانستان پر ضد کار اخلي.
هغه وایي، چې له افغان کډوالو سره د ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان چلند د منلو وړ ندی او باید له هغوی سره ښه چلند وشي.
د ایران د انتظامي ځواک قومندان احمد رضا رادان ویلي، چې دوی به دوه میلیون بې اسناده کډوال وباسي او هغه کسان به محاکمه کړي، چې غیرقانوني کډوال استخداموي.
د کارپوهانو پر اند؛ کډوال، قاچاق او د پولو امنیت د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ جنجالي مسایل دي، جې د حل لپاره یې باید ګډ میکانیزم جوړ شي.