پرمختګ او بشپړتیا

ګاونډ هېوادونه د ترهګرو پرمټ خپلې موخې ترلاسه کولی نشي- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس  د یکشنبې په ورځ( د تلې ۲۳) د کابینې د یو شمېر غړیو په مشرۍ لغمان ولایت ته د بیارغونې په جشن کې د ګډون په موخه سفر کړی و.

هغه د دغه جشن ګنډوالو ته وویل، چې، د رغونې پر وړاندې ستر خنډ تپل شوې جګړه ده؛ خو ګاونډ هېوادونه هیڅ کله نه شي کولی، چې د ترهګرو پرمټ په افغانستان کې خپلې شومې موخې تر  لاسه کړي.

ښاغلي عبدالله وویل؛ نړیوال او د سیمې یو شمېر هېوادونو اوس درک کړې، چې د افغان خاورې امنیت یې په ګټه دی.

هغه زیاته کړې؛ د عمان په څلور اړخیزه ناسته کې پر افغان سولې خبرې کیږي، چې افغان حکومت به په کې ګاونډیانو ته خپل بربنډ پیغام هم وړاندې کړي او ورته به ووايي، چې پیل کړې جګړه نه شي کټلی.

د جشن د ګډونوالو د ویناوو ډېر پام هم پر امنیت او بیارغونې ورټول و.

د سرتېرو د شمېر زیاتوالی هغوی ته پر وخت اکمالات او د ولسي سترو عامه پروژو ترسره کول د خلکو او ولسي استازیو لویې غوښتنې وې.

اجرائیه رییس د کرنې اوپوهنې په برخو ۱۳ بشپړې شوې کوچنۍ پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې او د اته نورو د بنسټ ډبرې یې کېښودې.

د ټولو پروژو لګښت ۱۹۰ ملیون افغانۍ دی، چې د حکومت له بودجې او مرستندویه بنسټونه له خوا ورکول شوي.

هغه د نورو ورته پروژو د پلي کولو ژمنې هم وکړې. 

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version