بلخ @ps
ګاونډ هېوادونه په امام صاحب کې له طالبانو ملاتړ کوي
په امام صاحب کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې که ګاونډ هېوادونه له طالبانو ملاتړ ونکړي؛ دا ډله له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې ځواک نلري.
د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدی وایي، چې طالبان په دې ولسوالۍ کې عایداتي سرچینې نلري؛ خو د یو شمېر ګاونډ هېوادونو لخوا پر وسلو تجهیزیږي او مالي لګښت هم تر لاسه کوي.
نوموړی زیاتوي؛ طالبان د ولسوالۍ له بازاره څه نا څه لس کیلو متره لیرې دي او هغه سیمې، چې امنیتي ځواکونو په ژمنيو عملیاتو کې نیولې وې؛ اوس یې هم امنیتي ځواکونه ساتي.
د امام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکي امنیتي حالات د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې طالبان د ولسوالۍ د مرکز په دوه کیلو مترۍ کې دي.
دوی له حکومته غواړي، چې د ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته پوره پاملرنه وکړي او ژر تر ژره د وسلوالو مخافانو په وړاندې په اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي.
امام صاحب ولسوالي د کندوز ولایت په لویدیځ کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، دمګړۍ له تاجکستان سره ټوله ګډه پوله د طالبانو لخوا اداره کیږي.