تازه خبرونه

ګاونډ هېوادونه د کمال خان بند د جوړولو خنډ دي- مدني هڅاند

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مدني هڅاندو څرګنده کړې، چې ځینې ګاونډ هېوادونه نه پریږدي، چې په نیمروز ولایت کې د کمال خان برښنا بند جوړ شي.

دهېواد د کمال خان برښنا بند پروژه د هلمند پرسیند د نیمروز ولایت د چاربرجک په ولسوالۍ کې جوړیږي. د دې بند کار یو ځل په ۱۳۴۵ او بیا په ۱۳۹۰ لمریزو کلونو کې پیل شو، چې تر اوسه یې دوه پړاوه جوړ شوي او وروستی پړاو یې تر کار لاندې دی.

په نیمروز کې مدني هڅاند مینا بلوڅ ويلي، د دې بند د جوړیدو کار سیاسي شوی او ګاونډ هېوادونه یې د جوړیدو مخنیوی کوي.

د نیمروز یو بل مدني هڅاند بهرام حقمل څرګنده کړې، چې که دا بند جوړ شي نهه میګاواته برښنا به تولید کړي.

د کمال خان بند لوړوالی ۱۶ متره دی او د اوبو د زیرمې وړتیا یې دوه پنځوس میلیون مترمکعب ښودل شوې ده.

د نیمروز د پولیسو قومندان ډګروال الله داد وایي، چې د دې بند د بیا رغونې چارې روانې دي او امنیتي تدبیرونه هم ورته نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې وسلوال مخالفان وخت ناوخت د برښنا پر بند غلچکي بریدونه کوي.

د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند احمد سیر نیکزاد ټینګار کړی، چې دا پروژه به اړینه ده او باید پلې شي.

دا بند د افغان دولت له پراختیایي بودجې څخه د اته اویا میلیون دالرو پرلګښت جوړیږي. حکومتي مسوولینو ویلي، دا بند کولی شي اتیا زره هکتاره ځمکه خړوبه او نهه میګاواټه برښنا تولید کړي.

Trending

Exit mobile version