تازه خبرونه

ګرجستان افغانستان ته ۱۰۰ سرتېري راستولي

Published

on

ګرجستاني سرچینو څرګنده کړې، چې ګرجستان په افغانستان کې د سوله ساتي ماموریت لپاره د ۱۰۰ سرتېرو لرونکې یوه قطعه استولې ده.

د ګرجستان ولسمشر سالومه زورابیشویلي د دغو سرتېرو له راستولو مخکې ویلي؛ نن نړۍ له یوې پراخې ننګونې سره مخ ده. دا یو واقعیت او اړتیا ده، چې ګرجستان په دې سختو شرایطو کې پخپلو ژمنو عمل کوي.

د ګرجستان ولسمشر د دې هېواد( ۱ )  تلویزیون ته څرګنده کړې؛ نن نړۍ د کرونا وبا له پراخې ننګونې سره مخ ده او په دې سختو شرایطو کې مونږ خپله ژمنه پوره کوو او دا مونږ ته پوره ارزښت لري.

نوموړي یادې سرچینې ته ویلي؛ سرتېرو ته په دې ماموریت کې بریا او خپلو کورنیو او وطن ته د خوندي راستنیدو” هیله هم کړې ده.

Trending

Exit mobile version