تازه خبرونه

ګوترش د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د وردننه کولو غوښتنه وکړه

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش څرګنده کړې؛ د افغانستان اقتصاد ته باید ژر تر ژره نغدې پیسې وردننه شي، چې د سقوط مخه یې ونیول شي.

ګوترش د یکشنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد مخ پر زوال روان دی.

ګوټریش د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو پر وردننه کولو؛ ځکه ټینګار کړی، پرته له دې به ژوند له لاسه ولاړ شي؛ ناهیلي او افراطیت به وده ومومي.

د نوموړي دا څرګندونې یوازې څو ورځې وروسته له هغې راپورته کېږي، چې د افغانستان له اسلامي امارته یې د نړیوالې ټولنې د یوې برخې په توګه د رښتینې ژمنتیا غوښتنه وکړه. هغه تېره اوونۍ د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت باید هغه اساسي بشري حقونه وپېژني او ملاتړ یې وکړي، چې له هرې ښځې او نجلۍ سره تړاو لري.

د ګوترش د څرګندونو له مخې؛ ښځې او نجونې په افغانستان کې د زدکړو، کارموندنې او مساوي عدالت له حقونو څخه محرومې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ ټول فرصتونه د افغان میرمنو لپاره موجود دي او د افغان میرمنو لپاره هیڅ ستونزه نشته.

Trending

Exit mobile version