مهم خبرونه
ګوترش مسکو او کیف ته له سفر مخکې ترکیې ته ځي
رویټرز د م.م د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د دې ټولنې عمومي منشي به په روانه اوونۍ کې مسکو او کیف ته له سفر مخکې د ترکیې انقرې ښار ته ولاړ شي.
په یاده خبرپاڼه کې راغلي؛ ګوترش به د دوشنبې پر ورځ ( د غویی ۵ ) د ترکیې په پلازمېنه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د مرستو مسوول مارتین ګریفیتس ویلي وه، چې ترکیه د اوکراین او روسیې ترمنځ د بشردوستانه خبرو اترو یو ارزښتمن کوربه دی.
د ګوتریش د مرستیال ویاند ایري کانکو د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي وه، چې ګوترش به د سې شنبې پر ورځ مسکو ته سفر وکړي او له پوتین سره به وګوري او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به هم کاري ملاقات ولري او هیله من دی، چې په اوکراین کې د سولې لپاره خبرې اترې ورسره وشي.
ملګرو ملتونو دا اعلان هم کړی، چې ګوتریس به د پنجشنبې پر ورځ به د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي، دیمیترو کول او د ملګرو ملتونو د ادارو له کارکوونکیو سره وګوري، چې د بشري مرستو د هڅو د چټکولو په اړه ورسره خبرې وشي.
