ساینس او ​​ټیکنالوژي

ګوګل د فیلیپین له ټاکنو مخکې د سیاسي اعلانونو مخه نیسي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۰, ۱۴۰۰)

ګوګل د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې: د راتلونکي کال د می په میاشت کې به هغه مهال د فیلیپین د ټاکنو لپاره، چې د ولسمشر روډریګو ډوټرټي ځای ناستی ټاکي؛ پر سیاسي اعلانونو بندیز ولګوي. 

رویټرز راپور ورکړی، چې دا اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي، چې په ۲۰۲۰ کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر سیاسي اعلاناتو هم فشار راوړل شو.

د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه په سویل ختیځه آسیا کې د سیاسي جګړو ډګر ګرځیدلی او څېړنې ښیي، چې فیلیپین په ټولنیزو رسنیو کې د لګول شوي وخت لپاره د نړۍ په کچه په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري.

ګوګل د خپلې سیاسي منځپانګې پالیسۍ په تازه کولو کې ویلي، ټاکنیز اعلانونه، چې د کوم سیاسي ګوند یا د کوم شخص یا ګوند د عامه دفتر لپاره نوماندۍ ته وده ورکوي یا یې مخالفت کوي؛ د راتلونکي کال د فبرورۍ له ۸ څخه د می تر ۹ پورې به اجازه ونلري.

په فیلیپین کې د می تر ۹ نېټې پورې د ټاکیز کمپاین وخت دی.

ګوګل ویلي، چې د پالیسۍ تازه کولو په اړه به کسانو ته خبرتیاوې هم واستول شي.

ګوګل له دې مخکې په خپل پلیټ فارم کې سیاسي اعلانونه پر ۲۰۱۹  او ۲۰۲۰ کلونو په کاناډا سینګاپور منع کړي وه.

د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه لکه فیسبوک د ډوترټي ملاتړي و په پیاوړي کولو کې مرسته کړې او شنونکي یې د تېرو ټاکنو د بریا وسیله بولي.

فیلیپین به د ډوټرټي ځای ناستی وټاکي؛ ځکه، چې د اساسي قانون له مخې د بلې دورې اجازه نلري؛ کولی شي د سناتور څوکۍ غوره کړي.

Trending

Exit mobile version