ساینس او ټیکنالوژي
ګوګل شرکت له قانون څخه سرغړونه کړې – روسي بنسټونه
Last Updated on: سلواغه ۲۲, ۱۴۰۰
د روسیې د انحصار ضد فډرالي بنسټ د پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې الفابټ ګوګل په یوټیوب کې د حسابونو د ځنډولو او بلاک کولو له انحصار ضد قانون سرغړونه کړې ده.
د ټاس خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ ګوګل د روسیې د انحصار ضد فډرالي بنسټ د بشپړې پرېکړې د بیاکتنې په تمه (طمع) دی.
ګوګل سمدلاسه په دې اړه د رویترز غوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.