ساینس او ​​ټیکنالوژي

ګوګل په اوکراین کې د ژوندي ترافیک د معلوماتي نقشې د غیرفعالولو لنډمهاله پرېکړه کړې

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ګوګل د یکشنبې پر ورځ منلې، چې د اوکراین لپاره یې په لنډمهاله توګه د ګوګل نقشې ځینې ترافیکي ژوندۍ آسانتیاوې غیر فعاله کړې دي.

یاد شرکت څرګنده کړې، چې دوی د سیمه ییزو چارواکو په ګډون له بېلابېلو سرچینو سره مشورې کړي او د ګوګل نقشې ژوندي ترافیکي معلومات یې د اوکراینیانو د خوندیتوب لپاره غیرفعال کړي دي.

اوکراین د روسي ځواکونو له بریدونو سره مخ دی، چې د پنجشنبې پر ورځ یې پر دغه هېواد پراخ یرغل وکړ.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اوکراین پر ښارونو د توغندیو پر لګېدو نږدې ۴۰۰۰۰۰ ملکي وګړي، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي؛ ګاونډ هیوادونو ته تښتیدلي دي.

روسیه په اوکراین کې خپل عملیات ځانګړي پوځي عملیات بولي.

د ګوګل په ګډون سترو تخنیکي شرکتونو ویلي، چې دوی په سیمه کې د کاروونکیو د امنیت خوندي کولو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

رویټرز په ډاګه کړې؛ آنلاین خدمات او د ټولنیزو رسنیو سایټونه هم د څېړونکیو لخوا د پاملرنې وړ دی،  چې د جګړې په اړه فعالیتونه سره یوځای کوي.

د کالیفورنیا د مډلبري نړیوالو څېړنو انسټیټیوټ یوه پروفیسور ویلي؛ د ګوګل نقشې له ده سره د ژوندي ترافیک په څارنه کې، چې پوتین د برید له اعلانه څو ګړۍ مخکې د پولې پر لوري حرکت ورکړی و؛ په پېژندنه کې مرسته وکړه.

ګوګل څرګنده کړې، چې د ژوندي ترافیک معلومات د موټر چلوونکیو لپاره، چې په سیمه کې فعال دي؛ کولی شي ګام په ګام ور سره خوندي ځانګړتیاوې وکاروي.

Trending

Exit mobile version