سیمه ییز خبرونه
گاونډ استخباراتي كړۍ د لويو كانونو د استخراج مخنيوي كوي
د كانونو وزارت وايي، چې:
د سيمي هېوادونو استخباراتي كړۍ هڅه كوي، چي د افغا نستان د لويو كانونو د استخراج په وړاندې خنډونه جوړكړي.
دغه وزارات همداراز وايي، چي په نږدي راتلونكي كي به دشپږ نورو كانونو قرادادونه هم له نړيوالو كمپنيو سره لاسليك شي.
د كانونو وزارت وزير وحيدالله شهراني دغه څرگندوني د دوشنبي په ورځ(د وري۱۹) د يوې خبري ناستي پرمهال كړي دي.
د كانونو وزارت وزير وحيدالله شهراني په ډاگه كړه، چې:
د سيمي د هېوادونو اسخباراتي كړۍ د هغو قرادادونو په وړاندې خنډونه جوړوي، چې چارې يې لاس ليك شوي دي. دغه اسخباراتي كړي هڅه كوي، چي د دغو كانونو د استخراج او رايستلو د چارو د پيل په وړاندي ستونزې راپيدا كړي.
ښاغلى وحيدالله شهراني همدا راز وويل، چې:
تر۲۰۲۴م كال پورې به د افغانستان د حكومت عوايد له كانونو څخه څلور ميليارد دالرو ته ورسيږي، چي دا د هېواد په ځانبسيا كيدو په اړه لويه لاسته راو ړنه ده.
نوموړي همداراز د هغې ورځپاڼي تورونه هم رد كړل، چي د تېرې يكشبني په ورځ د كانونو پر وزارت لگول شوي ول.