سیمه ییز خبرونه

گاونډ دولتي كړۍ د افغانستان د ولسمشريزو ټاكنو په وړاندې ستونزې جوړوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د حق او عدالت گوند په مزار كې د جمعې په ورځ(د وري۱۶) يوې جوړې كړې ناستې ته ويلي، چې په گاوڼد دولتونو كې يو شمېر ډلو په افغان دولت كې له يو شمېر كړيو سره همغږې كړې، چې په راتلونكيو ولسمشريزو تاكنو كې د خپلې خوښې وړ نوماند بريالى كړي، خو افغان دولت او افغان ولسمشر حامد كرزې  دغه ادعا په كراتو كراتو رد كړې ده.

د حق او عدالت گوند وياند حميد الله فاروقي د برېښنايي تذكرو نه وېش، په ټاكنو پورې د اړوند قوانينو نه تصويب او له حده زيات د رايې وركولو د جعلي كارتونو شتون د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو په وړاندې جدي گواښونه بولي.

دغه گوند وايي، چې افغان شتون له راتلونكيو ټاكنو سره تړلى او كه حكومت د سياسي حزبونو مشروع غوښتونو ته پام ونه كړي؛ نو افغانستان به د يو بل بحران پر لوري لاړ شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون له دې وړاندې ويلي ول، چې هيڅ يوې ډلې يا شخص ته به په ټاكنو كې د مداخلې حق ورنكړي او راتلونكې ټاكنې به په شاف ډول او له هر ډول درغلۍ پاكې ترسره شي .

كه څه هم تر اوسه راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو ته پوره يو كال پاته دى، خو د دغو ټاكنو د څرنگوالي په اړه په هېواد كې د ننه او بهر بحثونه پيل شوي دي.

Trending

Exit mobile version